مطالب جدید
دوکـــتوران افغانســـتان

تغذیه

داخله

اخبار طبی

۱۳۹۸/۰۱/۱۹

هغه ۸ کړنې چې د ځوانې دانو د کنټرول سبب کېږي:


ژباړونکی: باتور غیرت
ستاسو په آند؛ پر مخ باندې د دانو ورکېدل له پیل څخه مخکې ښایي ناشوني وي، ځکه تاسو هر وخت بازار ته ځئ، یو نوی توکی پیرئ او ازمایئ یې، له هغه څخه ناخوښي څرګندوئ او بیا بل توکی رانیسئ خو پایله یې تل یو ډول وي، ځکه چې تاسو د پوستکي متخصص تر نظر لاندې د درملنې ګام نه دی پورته کړی.
خو یوه تر ټولو ښه حل لاره شتون لري. اته تغیرات چې کولای شي په خپل ورځينيو کړنو کې یې رامنځته کړئ، تر څو بخارونه مو کنټرول شي او د لا زیاتېدو مخه یې ونېول شي.

۱: یو تونر مو رژیم ته ور زیات کړئ!

یو پاکوونکی به ستاسو له پوستکي څخه ۷۰ تر ۸۰ سلنه خاوره او خېرنوالی لرې کړي، خو تاسې د پاتې خیري د پاکولو لپاره کمک ته اړتیا لرئ. یو پاکوونکی تونر کولای شي چې پاتې غوړ او حجرې له پوستکي څخه پاکې کړي.
د پوستکي د پاکولو په ورځنیو کړنو کې د ۱۰ ثانیو په زیاتولو سره کولای شئ، له یو تونر څخه په ګټې اخېستنې سره مو پوستکی لا پاک کړئ که تونر ته لاسرسی نه لرئ، کولای شئ په ورځ کې یو ځل چې له الکول پد څخه ګټه واخلئ، چې په ټولو روغتونونو کې شتون لري.

۲: په کافي اندازه خوب وکړئ‌!

کافي خوب د تشویش د کمېدو سبب کېږي او تشویش د ځواني دانو په زیاتېدو کې رول لري.

۳: پر مخ مو د لاس وهلو څخه ډډه وکړئ!

ډیری وګړي دا  عادت لري چې په لسګونه ځله پر مخ لاس وهي او دانې ټینګوي او یا یې شکوي، دا کړنې مخ ته د ډېر خیري د انتقال او ځواني دانو د ډېرېدو سبب کېږي.
آرایشي توکي مو له ویده کېدلو وړاندې ومینځئ، ځکه هغه د پوستکي د سوریو د بندښت سبب کېږي، د پوستکي لاندې غوړ راټولیږي او د بخار د زیاتیدو لامل (سبب) ګرځي.

۴: د ویښتانو غوړ مه کاروئ!

د ویښتانو غوړ د ټنډې برخه کې د پوستکي د غوړېدو او د بخارونو د زیاتوالي سبب کېږي، د ویښتانو له غوړولو ډډه وکړئ.

۵: مخ مو په کریمو مه غوړوئ!

د پوستکي غوړوالی د بخار سبب کېږي او د پوستکي غوړول د بخار د زیاتیدو سبب کېږي.

۶: د آرایشي او ساتونکو توکو نوې څېړنه وکړئ!

تاسو ښایي بشپړ پاکوونکی  او تونر ټاکلی وي، خو له نورو توکو چې ګټه اخلئ څنګه دي؟ په کور یا المارۍ کې ښایي پټ شیان ولرئ، چې ستاسو د بخار د زیاتېدو سبب شي. لمر ضد کریم، غوړ آرایشي توکي، مرطوب کوونکي کریم، روښانوونکي کریم... هغه توکي دي چې تاسو هره ورځ ترې ګټه اخلئ او کولای شي چې ستاسو د ځواني دانو د ډېرېدو سبب شي.

۷: خوراکي توکو ته پام وکړئ!

منع شوي خوراکونه (چاکلېټ، پیتزا، سره شوي خوراکونه، انرژي لرونکي څښل کېدونکي او کافئین)، خواږه لرونکي خوراکي رژیمونه او چڼ شوي لبنیات، ښایي په ځينو وګړو کې د ځواني دانو د ډېروالي سبب شي. که تاسو ورڅخه ګټه اخلئ او ستاسو د ځواني دانو د ډېروالي سبب کېږي ورڅخه ډډه وکړئ.

۸: د پوستکي له ډاکټر سره مشوره!

که له پورته طریقو څخه په ګټې اخېستنې سره بیا هم ستاسو بخارونه کنټرول نه شول د پوستکي له متخصص سره مشوره وکړئ.
 
Copyright © 2013 وبسایت دوكـتوران افغانستان
Distributed By Free Premium Themes. Powered byBlogger