مطالب جدید
دوکـــتوران افغانســـتان

تغذیه

داخله

اخبار طبی

۱۳۹۸/۰۱/۲۰

هغه ۹ ډوله خواړه چې د غوره وېښتانو لپاره اړین دي!



کېدای شي عمومي خبره همدا وي چې د غوره وېښتانو د لرلو لپاره د وېښتانو مېنځل او د غوره شامپوګانو کارول اړین وي.
خو د غوره وېښتانو د لرلو لپاره ښه لاره دا ده چې د حمام پر ځای پخلنځي ته لاړ شئ!
ستاسو وېښتان پۀ عادي ډول پۀ هره میاشت کې لۀ شپږو نیولې تر ۱۲ ملي مېترو پورې وده کړي.

خو هغه لاره چې پۀ دې لیکنه کې پۀ ګوته شوې ده تر ډېرو نرموونکو شامپوګانو اقتصادي ده.
د سالمو وېښتانو د لرلو لپاره ۹ بهترینې غذاوې پۀ خپل غذایي رژیم کې ورزیاتې کړئ: 

۱. دماهي غوښه :
د ماهي غوښه او هغه غذایي مواد ، چې اوسپنه لري ټول د غوره وېښتانو د درلودو ضمانت کوي. 

۲. سبزیجات: 
پالکو ته ورته سبزیانې او هغه سبزیانې هم چې د A او C ویټامینونو لرونکې دي زمونږ پة بدن کې د یوې ځانګړې مادې په جوړلو کې رول لري دا ماده په اصل کې د نرمولو دنده پر غاړه لري. 

۳. حبوبات: 
د لوبیا، دال او عدسو پۀ څېرذ حبوبات، چې پروټین او وسپنه لري، د دې سبب ګرځي چې وېښتان مو ښه وده وکړي او لۀ ماتېدو څخه وژغورل شي. 

۴. سلنیوم : 
له معدني موادو څخه تر لاسه کېدونکې ماده ده ،چې د وېښتانو په سلامتیا او ژغورلو کې رول لري. دا مواد په بادام او پیسته کې  پرېمانه پېدا کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یادو موادو له کموالي سره وېښتان په غیر طبیعي ډول په رېزش اخته کېږي.

۵. د الوتکونکو غوښې: 
د پروټینونو کموالی د وېښتانو د ماتېدو سبب ګرځي او همدا ډول کېدای شي چې د یادو موادو له کمښت سره وېښتان خپل طبیعي رنګ له لاسه ورکړي، نو دمخنیوي لپاره یې د الوتونکو غوښې د پروېږټینونو غوره سرچینه ده. ه کې باتور غیرت چمتو کړی. 

۶. هګۍ : 
بې له شکه جې هګۍ د پروټینو یوه غني سرچینه ده.
هګۍ هم د بیوتین او ویټامین B12 غوره سرچینه ده، چې د وېښتانو او پوستکي په سالم ساتلو کې مرسته کولی شي.

۷. اومه سبزیانې :
د B ویټامین او اوسپنې د تر لاسه کولو لپاره ، چې د سالمو وېښتانو په رامنځته کولو کې هم ستر رول لري له یادو اومو سبزیانو څخه د ښو وېښتانو د لرلو لپاره ګټه پورته کړئ. 

۸. د کمو غواړو لرونکي لبنیات: 
لکه شیدې ، ماستې، کوچ او پنیر د کلسیم غني سرچینې دي، چې د وېښتانو د ودې لپاره اړین دي.
یاد لبنیات همدا ډول د پروټینو غني منبعې هم دي.

۹. ګازرې د ویټامین A لرونکې دي او د وېښتانو په سالمه ساتنه او لویونه کې ځانګړې ونډه لري.
 
Copyright © 2013 وبسایت دوكـتوران افغانستان
Distributed By Free Premium Themes. Powered byBlogger