مطالب جدید
دوکـــتوران افغانســـتان

تغذیه

داخله

اخبار طبی

۱۳۹۸/۰۱/۱۸

هېڅکله پر شامپوګانو مه تېروځئ!

ژباړه: باتور غیرت
شامپو، يواځې پرېمنځونکې ماده ده چې د وېښتانو د پاکوالي سبب کېږي، او د وېښتانو پۀ ږمنځولو کې مرسته کوي، همدارنګه د پوستکي پۀ ځینو ناروغیو اغېز لري.
لکه: د سر پخه او پسوریازیس.
شامپو د وېښتانو پر ټینګوالي او تويېدو باندې هېڅ اغېز نۀ لري، د ښې او بدې پۀ نوم هېڅ شامپو نشته، شامپو کېدای شي چې د وېښتانو پۀ نرموالي او ساتنه کې د کیفیت لۀ نظره توپیر ولري، خو د وېښتانو پۀ وده کې هېڅ اغېز نۀ لري او نۀ شي کولی چې د وېښتانو د تویېدو څخه مخنیوی وکړي. 
د وېښتانو تویېدل بېلا بېل سببونه لري نو ځکه د وېښتانو د تویېدو درملنه هم د هغه د لامل/سبب لۀ نظره توپیر کوي.

شامپوګانې پۀ لاندې حالاتو کې اغېز لري.

۱:  د پوستکي د غوړ لۀ منځه وړل:
د شامپو کارول د پوستکي طبیعي غوړ پۀ اوبو کې حل کوي چې پۀ نتیجه کې یې د سر طبیعي غوړ لۀ منځه ځي.
د پوستکي د غواړو سرچینه د سباسیو غده ده چې د بلوغ څخه وروسته فعالېږي او د پوستکي دغوړېدو لامل کېږي. ځینې خلګ غلط فکر کوي چې د سر غوړ د وېښتانو تویېدل زیاتوي، دا یواځې تشه اوازه ده. اما د وېښتانو غوړ کېدای شي چې په سر کې د موجودو فنګسونونو د ودې او د سر د پخې د زیاتېدو لامل شي، پۀ داسې حال کې د وېښتانو پرېمنځل د سر د پخې پر کمېدو اغېز کولی شي.
۲: د سر د پخې سره مقابله:
شامپوګانې په دوو میکانیزمونو سره د سر پخه له منځه وړي.
الف: شامپو د داسې موادو درلودونکې ده چې د سر پخه په اسانۍ سره کنټرول کړي.
ب: کېدای شي چې شامپو د فنګس ضد موادو درلودونکې هم واوسي او د سر پخه کمه کړي.

۳: شامپو وېښتان نۀ شي اوږدولی:
سوداګریز اعلانونه وایي چې شامپو د وېښتانو د تویېدو څخه مخنیوی کوي یا وېښتان اوږدوي دا خبره اصلآ د منلو وړ نۀ ده.
هېڅکله په دې باندې باور مه کوئ چې شامپو د وېښتانو د اوږدېدو او قوي کېدو سبب کېږي، که څه هم شامپو د نباتي موادو درلودونکې واوسي.

ډیری کېمیاوي او نباتي دواګانې چې د وېښتانو د تویېدو د مخنیوي په خاطر بازار ته معرفي شوې دي، د پوستکي د نړيوالي ټولنې لخوا تایئد شوي نۀ دي.
که چرته شامپو پۀ رښتیا سره هم د وېښتانو د تویيدو ضد موادو درلودنکې واوسي، خو د دغه موادو د اغېز او جذب لپاره پوره وخت نشته، ځکه چې شامپو پر وېښتانو باندې د ډېرې مودې لپاره نۀ پاتې کېږي، نو بۀ دې خاطر نۀ شو کولی چې شامپوګانې د وېښتانو د تویېدو څخه د مخنیوي پۀ نوم وپېژانو! 

د دې لیکنې شئیر کولی شي چې ډېر کسان لۀ روغتیا څخه برخمن کړي، تاسې یې هم د ثواب او روغتیا بخښلو لپاره د خپلو ملګرو سره شریکه کړئ!
 
Copyright © 2013 وبسایت دوكـتوران افغانستان
Distributed By Free Premium Themes. Powered byBlogger