مطالب جدید
دوکـــتوران افغانســـتان

تغذیه

داخله

اخبار طبی

۱۳۹۱/۱۱/۲۵

پۀ ژمي کې د پوستکي د وچوالي مخنيوی او درملنه

 

د موسونو پۀ بدلون سره ستاسې پوستکی هم بدلون کوي؛ پۀ ځانګړې توګه، کله چې ژمی شي، هوا سړه او وچه وي، نو پر پوستکي يې هم اغېز څرګند او وچ وي. وچ پوستکی تاسې سپېره ښکاره کوي او  نۀ به تاسې ترې خوښ وئ او نۀ به هغوی خوښ وي، چې دې وچ پوستکي کې مو ګوري. 



که ژمی وي، ساړه وي او هوا هم يخ او وچه وي؛ ستاسې پوستکی وچ شوی وي خو نه پوهېږئ، چې اغېز يې کړی او کنه، نو بيا دا لاندې نښې-نښانې وګورئ، که شتون يې درلود نو پوستکی مو وچ شوی او د ژمي د وچې هوا پرې اغېز کړی. 

۱- د پوستکی رنګ سور او يا خړ - سپېره شي؛ 

۲- نرم پوستکی سخت او زېږ شي؛ 

۳- هر کله چې صابون پرې ووهل شي، نو سوځي؛ 

۴- خارښت کوي؛ 

۵- سپینه پخه کوي؛ 

۶- د پوستکي قشر پېړ او درزونه په کې پيدا شي. 


دغه کړنې ترسره کړی، نو وچ پوستکی به مو نرم او ښايسته شي. 

۱- رطوبت: له مینځلو وروسته سملاسي پوستکي ته رطوبت ورکړئ. پوستکی خپل طبیعي غوړ لري؛ هر کله چې په صابون او شامپو سره لاسونه، مخ، پښې او نور وجود پرمېنځی نو دغه غوړ له منځه ځي او له امله يې پوستکی وچ شي. دې وخت کې غوره ده چې تاسې له مصنوعي کريمونو او تيلو ګټه واخلئ. لاسونه، مخ، پښې او نور وجود مو غوړ کړی، چې مرطوب اوسي. 


۲- مضرې وړانګې: ډېری کسان داسې فکر کوي، چې د ژمي وړو ورځو کې لمر ډېر سوځونکی نه وي او لمر کم کوي؛ نو هغه د لمر سوځونې ضد کريمونه او نور درمل چې د اوړي سخت لمر کې کار وي، په ژمي کې يې ورته شا شي. دوی دا له پامه وباسي، چې د ژمي لنډو ورځو کې هم د لمر په وړانګو کې UV  مضرې وړانګې شته دي او ستاسې پر پوستکي بد اغېز کوي. 


۳- شپې له خوا پوستکي غوړول: ډېری داسې روغتيايي کريمونه شته چې پوستکی له وچېدو ساتي. هڅه دې وشي چې د پوستکي له کريمونو د شپې له خوا استعمال شي، دا ځکه چې دا ډول کريمونه وختي نېسي ترڅو پوستکی يې جذب کړي، نو که د شپې ګټه ترې واخېستل شي، نو سهار  به پوستکی هم نرم شوی او د اړتيا وړ غوړ به يې اخېستې وي. 


۴- پوستکي ته مستقيمې اوبه ورکول: دا به ښه پايله ورکړي، چې د ژمي وچو ورځو کې د ورځې په اخير يا شپې مهال په ګرمو اوبو حمام وکړی. دې سره به مو له يوې خوا د ژمي د وچ باد دوړې له ځان لېرې کړې وي او له بلې خوا به مو هغه د پوستکي اوبه چې باد وچې کړې، بېرته تر لاسه کړې وي. 


۵- پوستکي له دننه خړوب کړئ: مطلب دا چې که د ژمي هوا سړه او وچه وي نو د خلاصون په پار چې پوستکی مو ور سره وچ نه شي، له ډېرو مايعاتو ګته واخلئ. ګرمه يخني، ښوروه، چای، اوبه لرونکې ميوې او په خپله خلاصې اوبه ډېرې وڅښئ. 

که چېرې د پوستکي حساسيت مو ډېر وي او پورته طريقو سره هم وچ پوستکی نرم نه شي؛ هم ترې پۀ تکليف وئ او هم بد ښکاري، نو بيا اړينه ده، چې اړوند متخصص ډاکټر ته لاړ شئ، ترڅو ځانګړي درمل او د حلارې درته په ګوته کړي. 


 
Copyright © 2013 وبسایت دوكـتوران افغانستان
Distributed By Free Premium Themes. Powered byBlogger