مطالب جدید
دوکـــتوران افغانســـتان

تغذیه

داخله

اخبار طبی

۱۳۹۷/۱۲/۱۵

شاور حمام او د مخ پوستکی

د شاور حمام کول مو د مخ پوستکی ښکلی کوي! 
لیکونکی باتور غیرت 
ډېری کورونه نن سبا پۀ حمامونو کې د شاور سېستم لري، چې د وخت د ضایع کېدو او برېښنا سپما کولو سربېره اوس ثابته شوې چې روغتیایي ګټې هم لري.

پۀ نېویارک کې مېشت ډاکتر ډینس ګروس وایي، چې د شاور پۀ اوبو د مخ وینځل ستاسې پوستکی ښکلی کوي. 
د دې څېړنې دلیل دا ښودل کېږي، چې کله تاسې تر شاور لاندې درېږئ، نو له پاسه اوبه د څاڅکو پۀ ډول پۀ تاسې راپرېوځي، چې د اوبو دغه جریان ستاسې بدن/وجود ته یو خاص ډول ارامي ورکوي او ستړیا مو هم له منځه وړي.
له شاور څخه راپرېوتونکې څاڅکی، څاڅکی اوبه ستاسې پوستکی پۀ ښه ډول پاکوي او بدن به مو د ډېر یخ او ګرمۍ احساس هم نه کوي.
هغوی چې وچ پوستکی لري د شاور حمام ورته بېخي ګټور دی، ځکه چې پۀ وچ پوستکي د قطره، قطره اوبو پرېوتل د پوستکي وچوالی له منځه وړي او غوړ پوستکی د ښکلا لویه نښه ده. په ځانګړي ډول چې شاور ته ستاسې مخ نږدې وي، نو پۀ مخ د قطره، قطره اوبو پرېوتل، مخ ښکلی کوي.
 
Copyright © 2013 وبسایت دوكـتوران افغانستان
Distributed By Free Premium Themes. Powered byBlogger