مطالب جدید
دوکـــتوران افغانســـتان

تغذیه

داخله

اخبار طبی

۱۳۹۷/۱۲/۱۶

پۀ سړه هوا کې د پوستکي د ساتنې پۀ هکله (۷) مهم ټکي:


لیکونکی باتور غیرت
کله چې د تودوخې درجه ښکته شي،  نو د وچې او سړې هوا جریان د پوستکي د وچوالي سبب ګرځي، چي د مخنیوي پۀ موخه یې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لېدل کېږي تر څو د پوستکي تازه والی او ښیرازي خوندي وساتل شي.
د دې لپاره چې دغه موخه مو تر لاسه کړي وي، باید لاندې ټکي پۀ پام کې ونیول شي.
1. د صابون او د فیس واش پۀ څېر د قوي او تخریش کوونکو وېنځونکو توکو له استعمال څخه لږ ګټه واخلئ. که چرته مو پوستکی وچ وي، نو غوره ده چې له ګلسرین او الویرا لرونکو صابونونو او وینځونکو توکو څخه استفاده وکړئ.
2. د ځان وېنځلو وخت مو را لنډ کړئ او د حمام کولو پۀ وخت کې له تړمو اوبو څخه استفاده وکړئ. ځکه چې ډېرې ګرمې اوبه د پوستکي غوړ له ځان سره وړي او د پوستکي د وچوالي سبب ګرځي. نو غوره ده چې له ځان وینځلو څخه وروسته سمدستي پۀ مرطوب کوونکو کریمونو خپل پوستکی غوړ کړئ.
3. د لمر ضد کریمونو څخه هر وخت یعنې د ژمي پۀ شمول، د کال پۀ هر فصل کې استفاده وکړئ. تل له هغو لمر ضد کریمونو څخه استفاده وکړئ چې د لمر د وړانګو په مقابل کې د پوستکي د خوندیتوب چټک طیف ولري. یعنې له یوه پلوه له الترا ویولیت وړانګو څخه د پوستکي مخنیوی وکولی شي او له بل لوري مرطوب کوونکی خاصیت هم ولري. پۀ یخ فصل کې د ورته توکو استعمال ته زیاته ترجیح ور کول کېږي. لمر ضد کریمونه باید لږ تر لږه له ۱۵ تر ۳۰ پورې محافظتي فکتورونه ولري او باید د لمر له وړانګو سره تر مخ کېدلو ۲۰ دقیقې د مخه استعمال شي. خو که چرته د اوږدې مودې  لپاره د لمر له وړانګو سره مخ کېږئ، نو اړینه ده چې هر دوه ساعته وروسته له لمر ضد کریم څخه استفاده وکړئ.
4. د کال په یخ موسم کې د اوبو څښل مه هېروئ او هڅه وکړئ تر څو په ورځ کې لږ تر لږه ۸  ګیلاسه اوبه وڅښئ. شین چای چې په خپل ترکیب کې د انتي اکسیدانتونو زیات مقدار لري، د پوستکي د خونديتوب لپاره خورا ګټور دی. څنګه چې د کال په سړو فصلونو کې د تندې احساس کمېږي ، نو د تندې د مخنیوي په موخه نه، بلکې د پوستکي د خوندیتوب او نور بدن ته د اوبو د ګټو له کبله باید د بسنې تر کچې  اوبه وڅښل شي.
5. د کبانو او پیستو په څېر د  امګا ۳ لرونکو غذایي موادو خوړل په ساړه موسم کې د پوستکي د خوندیتوب لپاره ډېره ګټه لري.
6. د هیمودفایر په څېر له بخار جوړونکو سېستمونو څخه استفاده کول چې د پوستکي د تازه والي او د وچوالي د مخنیوي سبب کېږي، ډېر ګټور دی، خو په خواشینۍ سره چې له ورته سېستم څخه په افغانستان کې ګټه نه اخیستل کېږي.
7. په وچ او ساړه موسم کې خپلو شونډو ته هم پاملرنه وکړئ  او هڅه وکړي چې خپلې شونډې هم د سړې هوا له جریان څخه خوندي و ساتئ تر څو لندي او تازه پاتي شي. البته د ژبي په واسطه د شونډو لندوالی د شونډو د زیات وچوالي سبب ګرځي. نو غوره ده چې د شونډو د وچوالي او سختوالي له احساس سره جوخت له مرطوب کوونکو کریمونو څخه استفاده وکړئ .
 
Copyright © 2013 وبسایت دوكـتوران افغانستان
Distributed By Free Premium Themes. Powered byBlogger