From our Blog
۱۳۹۶/۰۱/۳۰
آلودگی هوا باعث کاهش کلسترول خوب میشود
۱۳۹۵/۰۳/۲۲
آشنایی با ترکیبات خطرناک درون شامپوها
- کراتین
- فتالات
- سودیم کلوراید
- سیتریک اسید
- کورنواتر (آب جواری)
- دایمتیکون و سیلیکان
- پارابن
- سودیم لوریل اتر سلفات (یا سودیم لورت سلفات)
- قطران
- فارمل دیهاید
آیا تاهنوز فرق میان طاسی(کلی) خانم ها وآقایان را میدانید ؟
۱۳۹۴/۱۱/۲۴
د سترګو شاوخوا تورې حلقې
ګڼ شمېر خلک د سترګو شاوخوا د تورو حلقو لۀ امله ځورېږي او تر ډېره حده یې شخصیت اغېزمن کېږي، خو پۀ علت یې نۀ پوهیږي.
د سترګو شاوخوا تورې حلقې پۀ اوسني وخت کې یو عام شکایت دئ، لۀ ځوانانو څخه نېولي تر مشرانو پورې د هر چا د سترګو شاوخوا دا تورې حلقې را څرګندېدلی شي. تقریبا ټول خلک د عمر په یوه برخه کې تر سترګو لاندې تورې حلقې پیدا کوي، چې دا تورې حلقې عموما موقتي وي او د له منځه وړلو لپاره یې د درملو کارول نه دي ضرور.
تر سترګو لاندې د پوستکي برخه ډېره نازکه ده، له الرژي نیولې تر عصبي فشار او ستریس پورې ګڼ فکټورونه ورباندې اغېز کولی شي او تورې حلقې رامنځ ته کولی شي.
لاندې څو فکټورونه داسې دي چې خپله تورې حلقې نه رامنځ ته کوي خو! زیاتوي یې.
۱- کم خوبي:
بېخوبي د دې سبب کېږي، چې پوستکی ژېړ رنګه معلوم شي، او د دې سبب کېږي چي رګونه په پوستکي ککې جوت ښکاره شي. چې همدا د دې سبب کېږي چې ابي ډوله یا تورې حلقې تر سترګو لاندې جوړې شي.
۲- د اوبو کموالی:
تر سترګو لاندې تورې حلقې د دې نخښه هم کېدای شي چې ستاسې وجود کافي اوبه نه لري. نو بايد د ورځې په اوږدو کې اوبه او اوبلن خواړه په کافي اندازه وڅښئ.
۳- ژورې سترګې:
د ځینو خلکو په طبیعي توګه سترګې ژورې وي. نو په داسې حال کې د سترګو شاوخوا تورې حلقې د دې ژورتیا یو ډول سیوری وي. که چېرته یې تاسې پۀ ډول پسې ګرځئ نو د پوستکي متخصص سره په دې اړه خبرې کولی شئ. هغوی مرسته کوي چې څنګه ژورې لوېدلې سترګې ښې ښکاره شي.
پر دې سربېره ځینې نور عوامل هم شته، چي تر سترګو لاندې تورې حلقې زیاتولی شي.
اوس هم څو هغه فکټورونه چې تر سترګو لاندې د تورو حلقو د رامنځ ته کېدو سبب کېږي.
۱- الرژي: (حساسیت)
د سترګو لاندې تورې حلقې کله نا کله په هوا کې د موجودې الرژۍ له کبله جوړېږي ، لکه دوړې/ګردونه او نور. ځکه چې دا تاسو د سترګو پرلپسې موږلو ته اړ باسي او همدا د سترګو موږل تر سترګو لاندې تورې حلقې جوړوي.
۲- درمل:
یو شمېر درمل او همدارنګه د پښتورګو او ینې ناروغۍ هم تر سترګو لاندې د تورو حلقو د جوړېدو سبب کېږي.
۳- کم خوني:
په وجود کې د اوسپنې کمښت چې په عامه اصطلاح کې یې کم خوني او طبي اصطلاح یې انیمیا ده هم تر سترګو لاندې د تورو حلقو د جوړېدو سبب کېږي.
۴- سؤتغذیه: (خوارځواکي)
د ناسم غذايي رژیم لرل د سترګو لاندې د تورو حلقو د جوړېدو یو عام سبب دی. صحي خواړه چې د (A, C, K, E) ویټامینونه ولري ستاسو تر سترګو لاندې تورې حلقې له منځه وړلی شي.
۵- لمر وهل:
که چېرته تر ډېره تېز لمر ته پاتې شئ نو تېز لمر هم د سترګو شاوخوا نازک پوستکی کمزوری کوي او بیا د تورو حلقو په ډول ښکاري.
۶- ارثي:
په ځینو خلکو کې تر سترګو لاندې تورې حلقې ارثي وي او په کورنۍ کې یې ډېر غړي لري.
۷- عمر تېرېدل:
تر سترګو لاندې پوستکی نازک او نری دی. کله چې عمر تېرېږي نو د سترګو شاوخوا شته غوړ له منځه ځي، سترګې ښکته ځي او لاندې یې تورې حلقې راڅرګندېږي.
تر سترګو لاندې د تورو حلقو درملنه:
لکه یادونه مې چې وکړه د سترګو لاندې د تورو حلقو د جوړېدواو یا د تشدید ډېر عوامل دي. همداسې یې د درملنې لارې-چارې هم ډېرې دي. یوازې د هغو تورو حلقو درملنه ستونزمنه ده چې په ارثي توګه درته پاتې وي په نورو صورتونو کي تاسو په اسانۍ سره د خپلو سترګو لاندې تورې حلقې ورکولی شئ. البته جلدي متخصصان ښايي بېلابېلې لارې درته تجویز کړي. خو دلته درسره څو کورنۍ لارې چارې شریکوم.
۱– ډېر مایعات وڅښئ. د پوستکي د هوار او تازه ساتلو لپاره د ورځې لږ تر لږه ۲ لیټره اوبه پوره کړئ.
۲- خپل غذايي رژیم کې بېلابېل خواړه ور زیات کړئ، په ځانګړې توګه لبنیات، او ترکاري. همدارنګه تازه موسمي مېوې هم په ورځنۍ توګه له یاده مه باسئ.
۳- خوب مو پوره کړئ. بې خوبي نه یوازې د سترګو شاوخوا توروالی زیاتوي بلکې نورې ګڼې ستونزې هم درته پېښوي.
۴- د کچالو څخه ایستلې اوبه سپینونکي مواد لري. چې کولی شئ د مالوچو یوه ټوټه په کښي لمده کړئ او تر سترګو لاندې په تورو حلقو یې د ۲۰ دقیقو لپاره وساتئ. دا کار که تکرار کړئ د سترګو شاوخوا تور او ابي رنګ کموي.
۵- تاسو د سترګو شاوخوا د بادرنګ ټوټې هم ایښودلی او یا له بادرنګ څخه ایستلې اوبه د مالوچو په وسیله کارولی شئ هماغسې لکه د کچالو څخه د ایستلو اوبو یادونه مو چې وکړه.
۶- تل په لمرینه هوا کې د لمر ضد عینکې وکاروئ او هڅه مه کوئ چې سترګې مو ډېرې لمر ته ښکاره کړئ.
۷- داسې خواړه وخورئ چې په زیاته اندازه اوسپنه ولري. سابه، لوبیا، غوښه ، ځینې وچې او تازه مېوې ستاسو د اوسپنې اندازه پوره کولی شي.
۸- د موسمي الرژیو (حساسیتونو) څخه د ځان ساتلو په خاطر تدابیر ونیسئ که سترګې مو حساسیت لري نو ښه ده چې په ګردجنه هوا کې ځینې د سترګو څاڅکې او یا مصنوعي اوښکې وکاروئ څو مو سترګې وچې پاتې نه شي او ډېرې یې ونه موږئ.
۱۳۹۴/۱۱/۱۰
استفاده از کریم های ضد افتاب برای جلوگیری ازسرطانهای جلد مفید بوده ،ولی مفید تراز آن آناتو است که تازه کشف شده
۱۳۹۴/۱۰/۱۰
سرما زدگی انگشتان
۱۳۹۴/۰۹/۲۶
طبابت جلدی زیبایی
۱۳۹۴/۰۸/۲۱
نکات مهم در همکاری مریض برای استفاده درست دوا
۱. ایجاد اعتماد
۱۳۹۴/۰۸/۱۸
ویروس که حجرات سرطانی را شکار خواهد کرد(FDA)
۱۳۹۴/۰۸/۱۵
لکه های روی
۱۳۹۴/۰۸/۱۰
شامپوی تقویه کننده مو از ابهام تا واقعیت
۱. ریزش مو عوامل خود را دارند که باید شناسایی و تداوی گردد مثلا کمخونی، کمبود ویتامین ها ، ارثی هورمونی، مشکلات داخلی ...... امراض تبدار. که متاسفانه هیچ شامپوی قادر نیست که این مشکلات را حل کند مثلا شامپو نمیتواند کمخونی را حل، مشکلات هورمونی و ارثی را که سبب ریزش مو میگردد اصلاح، تشویش را کاهش بدهد پس نمیتواند ریزش مو را هم اصلاح کند.
۲. میگویند شامپو دارای فلان و فلان ویتامین و یا پروتئین است که موی شما را تقویه میکند.
شاید واقعا هم شامپو دارای چنین ویتامین ها و یا پروتیین ها باشد ولی وقتی میتواند برای تقویه مو موثر باشد که به پیاز مو رسیده و آنرا تقویه کند. طوریکه میدانید جلد یک سد دفاعی بدن است و هر چیز را اجازه عبور نمیدهد ویتامین های که گفته میشود در شامپو موجود است منحل در آب بوده و نمیتواند ازین سد عبور کند. فکر کنید برای مواد موثر شامپو چنین فرمولی طراحی شده که از سد جلدی عبور کنید آیا مدت کوتاه یک الی سه دقیقه که شامپو در سر تان میباشد کافی است تا این مواد جلد را عبور نموده به پیاز مو رسیده و سبب تقویه مو گردد؟ مسلما جواب شما نه است پس فریب شامپو و اعلانات تجارتی آنرا نخورید.
۳. اما چرا بعضی شامپو ها خوب و بعضی بد اند؟
تحقیقات زیاد نشان داده و گفته میشود کیفیت شامپو به قیمت آن بستگی ندارد. بهترین شامپو، شامپویی است که مطابق حالت چربی یا خشکی جلد سر باشد. با وجودیکه بعضی شامپو های بی کیفیت در بازار ها موجود است و میتواند به موی شما آسیب برساند ولی بیشترین آسیب شامپو به مو به علت انتخاب شامپوی نا مناسب به نوع مو میباشد.
۴ چگونه شامپو را انتخاب کنید؟
شما باید بدانید مو های تان کدام نوع است(چرب، خشک، سبوسک دار، نارمل .. ) بعدا وقتی شامپو میخرید ببینید که آیا
مطابق به نوع موی تان است و یا خیر در صورتیکه شامپوی تان با نوع موی تان مطابقت داشته باشد و شما بصورت درست موهای تانرا شامپو بزنید هیچ مشکل برای تان ایجاد نکند.
۵. کدام مشکلات از سبب استفاده شامپوی و یا شستن نا مناسب مو ایجاد میگردد؟
اگر شامپوی شما مناسب به موی های شما نباشد و یا اینکه در شستن موها افراط و یا تفریط کنید به موهای شما آسیب وارد نموده سبب شکننده گی مو، موخوره، خشکی و برقک شدن مو و بالاخره سبوسک سر و خارش سر میگردد. پس برای جلوگیری از حالات یادشده شما نباید موی های تانرا بیشتر از سه بار در یک هفته بشوئید و هر بار میشوئید یک بار شامپو بزنید. شامپو را بیشتر در جلد سر و کمتر در طول مو ها استعمال کنید. و شامپوی مناسب به حالت مو تانرا انتخاب کنید.
۱۳۹۴/۰۶/۱۸
شامپو های مو یا Hair shampoos
۱۳۹۴/۰۴/۱۹
چرا موهای تان دراز نمیشود؟
موها در حالت نارمل در حدود یک سانتی متر در یک ماه رشد میکنند و رشد مو ها بصورت مجموعی هرگز قطع نمی گردد اما موها بصورت دوری دوره های فعالیت، انتقالی و استراحت را سپری مینمایند هر پیاز مو دارای دوره فعالیت یا اناژن 3 الی 5 ساله میباشد و در این مدت موها رشد دارند و بعد ازین مرحله داخل مرحله انتقالی دو تا سه هفته یی و بالاخره دوره استراحت 3 ماهه گردیده که درین مدت موها میریزید و با ختم مرحله استراحت و فعال شدن دوباره پیاز مو، مو دوباره رشد مینماید.
۱۳۹۲/۱۱/۲۴
د پوستکي ګونځې او درملنه یې
د پوستکي پۀ لاندينۍ برخه کې ګڼ ریشته يي پروتینونه موجود دي چې د پوستکي د محکمیت او قوام لامل ګرځي، د دې پروتینونو دوه مهم ېې کلاژن او الاستین نومېږي، دا پروتینونه وخت پۀ وخت نوي کېږي چې پوستکی ځوان ساتي. د دې پروتینونو د جوړښت او ترمیم لپاره ویټامین سي مهم رول لري .
سره له دې چې د عمر په تېرېدو او زړېدو سره په ټولو انسانانو کې دا پروتینونه د خپل بیا ترمیم خاصیت له لاسه ورکوي، پوستکي زړېږي او ګونځې کوي خو دا هم په ټولو انسانانو کې یو شان نۀ وي.
د لمر له وړانګو سره نېغ پۀ نېغه اړیکه، وراثت، غذايي رژیم، محیطي شرایط او له خپل پوستکي د مراقبت کچه د پوستکي په ځوان پاتېدو په مستقیم ډول اغیزې لري.
همدا راز د سګرټو څکولو او د نشه یي توکو کارول هم د پوستکي په زر ګونځې کېدو کې مهم رول لري. روحي او رواني ستونزې هم د پوستکي د ګونځې کیدا یو عامل بلل شوی.
وړاندې تر دې چې په پوستکي کې مو ګونځې پيدا شي باید د ګونځو له را پيدا کیدا مخنیوی وکړو.
اول خو د پوستکي د دوو پروتینونو کلاژن او الاستین د تولید زیاتول دي.
غذايي رژيم مهم رول لري، باید په غذايي موادو کې مو د نورو ټولو اړینو توکو تر څنګ په کافي اندازه نباتي او حیواني پروتین موجود وي.
لکه څنګه چې ویټامین سي او ویټامین اي د پوستکي په ځوان ساتلو کې مهم رول لري نو باید زموږ غذايي رژيم د نورو ټولو ویټامینونو تر څنګ په کافي اندازه دا ویټامینونه هم ولري.
زموږ او تاسو په محیط کې په تېره په میرمنو کې یوه ناسمه پدیده شته او هغوی فکر کوي چې تروش خواړه او میوې باید ونه خوري ځکه د بدن د دردونو لامل ګرځي.ل، په همدې اساس ناروغانو ته هم ویټامین سي لرونکي میوې نه ورکوي.
یو شمیر خو بېخي وړاندې ځي او ناروغانو ته هیڅ کومه تازه میوه نه ورکوي چې دا ډېر یو ناسم دود دی.
ویتآمین سي چې تر ډېره په تروشو میوو کې شته نه یوازې بدن ورته اړتیا لري بلکې د ناروغانو د زخمونو او ناروغیو په زر ښه کیدا او د بدن د مقاومت په لوړیدا کې مهم رول لري. نو باید ناروغانو ته هره هغه میوه چې زړه یې ورته کېږي ورکړو او په دې پوه شو چې میوه په تېره تازه میوه بدن ته ګټه لري او تاوان نه لري.
د لمر له مخامخ وړانګو باید ځان وساتو:
که اړ وو د امکان تر حده خپل مخ د سیوري لرونکو خولیو، عینکو ماسکونو او یا چترۍ په وسیله وپوښو. د لمر ضد کریمونو څخه ګټه پورته کړو، ځينې کسان ګمان کوي چې که د لمر ضد کریم ېې استعمال کړي وي نو کولای شي په ډاډه زړه لمر ته وګرځي خو دا سمه نه ده. د لمر ضد هیڅ کوم کریم سل په سله په پوستکي د لمر د مستقیم لګیدا د اضرارو مخنیوی نه شي کولای. یو شمیر کریمونه شته چې د پوستکي د کلاژن او الاستین پروتینونو تولید تحریکوي چې دا هم د پوستکي د ګونځو په مخنوي کې مهم رول لري.
د پوستکي ډاکتران یو شمیر ناروغانو ته peeling یا د پوستکي د یوې لايې ليرې کول توصیه کوي، چې دا په خپله د پوستکي د پروتینونو د تحریک لاکمل ګرځي. یو شمیر ډاکتران عضلات بې حرکته کوي د بېلګې په ډول د سترګو شا او خوا او په ټنډه کې بوتاکس ترزیقوي چې دا د عضلاتو او پوستکي د اوږده مهال لپآره د بې حرکته کیدا او د ګونځو د مخنیوي لامل کېږي.
ځینې ډاکتران د پوستکي د ګونځو برخې ته همدا کلاژن پروتین په موضعي ډول ترزیقوي خو ډير ځله دا د حساسیت لامل کیږي نو ځکه ډير کارندوالی نه لري. باید ووایم څومره چې په خالص ډول د ویټامین سي کریمونه او فومادونه ډېر کم پېدا کیږي. خو په ترکیبي فومادونو کې ویټامین سي هم شته د بیلابیلو کمپنو والا شته چې د پوستکي د ځوان ساتلو او د ګونځو د ليرې کولو په موخه استعمالیږي.
د پوستکي د ګونځې کیدا یو مهم لامل هم د ډول ډول د آرایش، دواګانو، کریمونو او پوډرو استعمال دی. ډيری دا مواد ګڼ کیمیاوي مضر مرکبات لري چې د اوږده مهال لپآره مصرف يې پوستکی ګونځې کوي، رنګ ېې بدلون کوي، زیږ کیږي او کله کله خو تر دې هم د زیاتو اعراضو او د پوستکي د نارغیو سبب ګرځي.
د هغو میرمنو پوستکی ځوان پاتې کیږي چې د ځان جوړولو او آرایش دواګانې يې ډير نه وي مصرف کړې او طبعي عادي پوستکی ولري.
که ډير ضرورت نه وي آرایش مه کوي او که بیا آرایش کوي له عادي موادو دې کار واخلي کوم چې عادي غوړ ویټامینونه او پروتین لري او نور کیمیاوي مواد نه لري.
د بدن د اوبو کمښت هم په پوستکي کې د ګونځو د را پيدا کیدا یو لامل دی، کوم کسان چې کافي اوبه او نور مایعات نه څښي تر نورو وړاندې ېې په پوستکي کې ګونځې را پيدا کیږي. هغه میرمنې چې په غذايي موادو کې له ترکاریو او میوو ډيره ګټه اخلي پوستکي ېې هم سالم او ځوان پاتې کیږي.
د کافیین ډير استعمال هم د ګونځو یو لامل دی د کافیین یوه مهمه سرچینه چای دی، د دي چای څښل او د ټينګ او تیز چای څښل د پوستکي ګونځې را منځ ته کوي په تیره د تور چای. په شنه چای کې د کافیینو اندازه هم کمه ده او نورې ګتې هم لري خو هیڅ شی هم باید تر حد ډير ونه خوړل شي.
د انسان د شخصیت تظاهر هم په ګونځو را منځ ته کیدو کې مهم دي. هغه کسان چې ډير خاندي ،هغه چې لمر ته سترګې نه شي نیولی او له نور سره حساسیت لري او هغه چې د خبرو پر مهال سترګې او ورځې هم ښوروي او یا ېې په خاص ډول نیسي په هماغه ځایونو کې ګونځې را پيدا کیږي.
هغه میرمنې چې د سترګو او شنډو په شا آو خوا خط وباسي په همدې ځایونو کې د ګونځو د را منځ ته کیدا باعث کیدلای شي.
په پر مختللو هیوادونو کې د پوستکي ګونځې د لایزر او پلاستیکي جراحۍ په وسیله ليرې کیږي چې په دې سره پوستکی د څو کلونو لپاره له ګونځو پاکیږي. په دې طریقې سره د مخ، سینو، خیټې او نور بدن فورم او شکل بدلون مومي او ځوان ښکاري.
په هر حال دا کلي سپارښتنې دي او که څوک د پوستکي د ګونځو ستونزه لري بهتره ده د پوستکي خاص ډاکتر ته مراجعه وکړي چې هغه یې په خاصو معایناتو او ټیسټونو سره پوه شي چې د پوستکي د ګونځې کېدو اصلي لامل څه دی او د هغې مطابق درملنه وکړي.
۱۳۹۱/۰۹/۱۵
۱۳۹۱/۰۷/۱۴
۱۳۹۱/۰۶/۰۹
مراقبت دستها
همانطوری که داشتن صورت زیبا و شفاف نیاز به مراقبت دارد داشتن دستهای زیبا که بعد از صورت همیشه قابل دید بوده نیاز به مراقبت های ویژه دارد از جانب دیگر دستها به مثابه عضوی از بدن که همیشه برهنه است و در معرض آسیب های جدی شعاع آف
تاب ، هوای آلوده و مواد کیمیاوی که در شوینده ها موجود میباشد قرار دارد جهت سلامت و زیبایی دستهای تان برعلاوه نظافت دستها به نکات ذیل توجه داشته باشید.
1. استفاده از کریمهای مرطوب کننده :همیشه دست های تانرا با مرطوب کننده های جلدی خصوصا بعداز حمام شستن ظروف ، لباس شویی و هنگام استرحت چرب نمایید این عمل سبب میشود تا جلد دست شما را از عوارضی که از سبب شوینده ها ایجاد میشود محافظت نموده و دستهای نرم ملایمی داشته باشید.
2. محافظت دست از شعاع آفتاب: از ضد آفتاب تا نتنها در روی بلکه به دستها هم استفاده نمایید لباس شویی در شعاع آفتاب که متاسفانه اکثرآ خانمهای افغان انجام مییدهند از سبب تاثیرات مشترک مواد کیمیاوی صابون و پودر لباس شویی و شعاع آفتاب بالای دستها سبب خشک شدن ، خشن شدن ، تیرگی و بالاخره لکه های قهویی پشت دستهای تان گردد.
3.استفاده از کریمهای لایه بردار با مشوره با داکتر معالج تان
4. خود داری از جویدن ناخن: جویدن ناخن که یک عمل غیر ارادی بوده و هنگام استرس مریضان ناخود آگاه به جویدن ناخن میپردازند اگر شما به چنین حالتی مبتلا استید با داکتر معالج تان مشوره نمایید . جویدن ناخن سبب بد شکلی ناخن می گردید .
5. طریقه درست کوتاه نمودن ناخنها: دستهای تانرا قبل ا ز کوتاه نمودن ناخن در بین آب بگذارید و یا ناخنها تانرا بعد از استحمام کوتاه نمایید این عمل سبب جذب آب توسط ناخن، نرمی و انعطاف پذیری ناخن گردیده و ناخنهای تان به آسانی کوتاه میگردد.
6. استفاده از صابون مناسب جهت شستن دستها بسیار اهمیت داشته صابونهای قوی و مخرش میتواند سبب آسیب به جلد دستهای تان گردد بهتر است از صابون های حاوی گلیسیرین استفاده نمایید.
7. هنگام لباس شویی و شستن ظرف از دستکش استفاده نمایید و کوشش شود از نفوذ آب به دستکش خوداری شود و از دستکشهای با استر کتان استفاده نمایید تاعرقی تولید شده را جذب نماید و مرتبآ دستهای تانرا از دستکش خارج و دستکش تانرا را در هوی آزاد بگذارید تا خشک شود.
8. به غذای تان توجه داشته باشید تغذی خوب رول عمده یی در سلامت عمومی بدن و جلد دستها داشته و بدون رژیم غذایی خوب هرگز نمیتوانید جلد و بدن سالم داشته باشید کوشش کنید بیشتر از سبز ی و میوه استفاده نمایید.
x