مطالب جدید
دوکـــتوران افغانســـتان

تغذیه

داخله

اخبار طبی

۱۴۰۰/۱۱/۲۴

ويښتان ولې تويېږي؟




د ويښتانو تويېدل د ژوند پۀ بېلابېلو پړاونو کې لیدل کېږي، د ژوند په وروستيو کلونو کې د ويښتانو تويېدل او کمېدل ممکن ډېره د اندېښنې وړ نه وي؛ مګر پۀ کم عمر کې د ويښتانو تويېدل لویه ستونزه ده. د دې ستونزې ګڼ لاملونه موجود دي، چې عمدع یې عبارت دي له:

۱- د تیروئید ستونزې:

که په ستوني کې د تېروئيد غده د هورمونونو توليد ډېر کړي نو امکان لري، چې د ويښتانو په وده کې ستونزې رامنځ ته شي.

۲- امیندواري:

حامله کېدل د جسمی فشار یو ډول دی، چې په ښځو کې د ويښتانو د تويېدلو یو ستر علت بلل کېږي. اکثرا د ماشوم له زېږېدو وروسته دا حالت رامنځ ته کېږي خو ښه خبره دا ده، چې له دې امله د ويښتانو تويېدل موقتي وي او بېرته عادي حالت ته ګرځي.

Telogen effluvium۳- 

د سر د پوټکي یو ډول ناروغي ده. چې خطرناکو جراحي عملیاتو، ماشوم زېږولو، وزن کمېدنې او فشار له امله پيدا کېږي. ددې ناروغۍ له کبله د سر ويښتان ډېر زیان ويني. په ځانګړې توګه کله چې تاسو خپل ويښتان وينځئ نو موټي موټي ويښته به مو لاسونو ته راځي.

 ۴. د اوسپنې کمښت:

په بدن کې د اوسينې کمښت ددې سبب کېږي، چې ويښتان مو ورژوي. نو باید پخپل سر له هغو ګولیو ګټه وا نخلئ چې اوسپنه لري. کوښښ وکړئ له داکتر سره تر مشورې وروسته دغه کار وکړئ. ځکه چې له اندازې ډېره اوسپنه هم بدن ته زیان رسوي.

 ۵. د هورموني تعادل نشتون:

ښځې له ۳۰ کلنۍ وروسته د هورموني ګډوډۍ تجربه کوي. نو ډېر امکان شته، چې په دې عمر کې د ښځو ويښتان ووځي.

 ۶. استټرس (فشار):

له حده ډېر سټرس (فشار) هم ددې سبب کېدای شي، چې په ناڅاپي توګه مو د ویښتانو وتل پيل شي. که تاسو هم له ورته حالت سره مخ یئ، کولای شئ د ورزش، یوګا او مساژ له لارې خپل فشار کم کړئ.

له دې ټولو عواملو ور هاخوا ځينې نور عوامل هم ستاسو د ويښتانو د تويېدو (وتلو) سبب کېدای شي.

د ډېرو دواګانو خوړل

د ويټامين آ ډېر کارول

جینيټيکي عوامل

د پروتين کمښت

سخت غذايي رژيم

د ويني کمښت

د عمر زیاتوالی

د ويښتانو اوتو کول

سګرټ څکول

البته د ويښتانو وتلو ته دومره اندېښنه هم مه کوئ، چې دا چاره لا ګړندۍ کړي. ځکه چې تشویش پخپله هم د ويښتانو د وتلو لامل ګرځي. هڅه وکړئ، د همدې برخې له متخصص سره مشوره وکړئ. روغتياپال به ستاسو د ستونزې علت ته په کتو درمل او سپارښتنې توصيه کړي. په دې توګه مو ستونزه د حل کېدو وړ ده.

 
Copyright © 2013 وبسایت دوكـتوران افغانستان
Distributed By Free Premium Themes. Powered byBlogger