مطالب جدید
دوکـــتوران افغانســـتان

تغذیه

داخله

اخبار طبی

۱۴۰۰/۱۱/۲۴

ژمي کې د ويښتانو پخې لۀ منځه وړلو طبیعي لار


معمولاً د ژمي پۀ موسم کې د سر پوستکی د هوا د رطوبت له کبله وچېږي، چې ويښتانو کې د پخې پيدا کېدو سبب ګرځي. تاسې به د ويښتانو پخه خامخا تجربه کړې وي، یو بد احساس انسان ته ورکوي او څوک نه غواړي، چې په دې موسمي جنجال اخته شي.

د ویښتانو د پخې یو لوی سرخوږی دا دی، چې سر به مو خارښت کوي او تاسې به مجبوروي، چې ویې ګروئ. دا کار په هره کچه خلکو ته نامناسب دی او نه ورسره ښایي، چې داسې وکړي. دا ستونزه یوازې ښځینه وو پورې محدوده نه ده؛ نارینه هم ورسره مخ کېږي او ترې ځورېږي. دلته به د دې ستونزې د مخنیوي په لارو چارو درسره وغږېږم:



منظم وینځل:

د سر پخه د ویښتانو له نامنظم وینځلو سره تړلې موضوع ده. په ژمي کې د هوا د یخوالي له کبله معمولاً خلک خپل سر زیات نه وینځي، چې دا کار سبب کیږي، چې ویښته او سر پاک نه وي. دا نه پاکوالی بیا سبب کیږي، چې د دوی د سر پوستکی وچ او کلک شي. په دې حالت کې لکه چې وویل شول د سر ویښتانو کې پخه پيدا کېږي. د سر د وینځلو لپاره زیات افراط هم مه کوئ. د ویښتو زیات وینځل هم ویښتو او هم د سر پوستکي ته ګټه نه کوي. هڅه وکړئ، چې معتدل چلند ورسره وکړئ، نه یې زیات ووینځئ او نه کم.

د سر د وینځلو لپاره نه زیاتې سړې او نه زیاتې تودې اوبه وکاروئ، په دې برخه کې هم تعادل وساتئ.

ږومنځ یا برس وکاروئ:

د ویښتو نه ږومنځول او نه برس کول هم ویښتو ته ښه نه دي. برس یا ږومنځ کول له دې کبله، چې خاښونه به یې ستاسې د سر پوستکي سره تماس نیسي، دا پوستکی او پکې شته وینه په حرکت راولي. د ږومنځ یا برس په استعمال کې هڅه وکړئ، چې نه د بل چا تاسې وکاروئ او نه خپل د بل کارولو ته پریږدئ.

د غوړیو منظم ماساژ:

د ویښتو او سر غوړ ساتل، هغه هم د باکیفیته تېلو یا غوړیو په وسیله د سر د ویښتو د پخې په مخنیوي کې مهم رول لري. دا کار هر وخت، خاصتاً په ژمي کې ډېر وکړئ. د تېلو په برخه کې د زیتون، نارګیل او بادام غوړي زیاته ګټه درته کوي.

له لمر څخه ګټه واخلئ:

د لمر له تودوخې مستقیمه استفاده هم د ویښتو د پخې ختمولو او هم په ژمي کې د نورو روغتیایي ستونزو په ختمولو کې مرسته کوي. هڅه وکړئ، چې ژمی بې لمره تېر نه کړئ.



 
Copyright © 2013 وبسایت دوكـتوران افغانستان
Distributed By Free Premium Themes. Powered byBlogger