مطالب جدید
دوکـــتوران افغانســـتان

تغذیه

داخله

اخبار طبی

۱۳۹۹/۰۵/۲۳

پر شامپوګانو مۀ تېروځئ!


شامپو، يواځې پرېمنځونکې ماده ده چې د وېښتانو د پاکوالي سبب کېږي، او د وېښتانو پۀ ږمنځولو کې مرسته کوي، همدارنګه د پوستکي پۀ ځینو ناروغیو اغېز لري. لکه: د سر پخه او پسوریازیس.

شامپو د وېښتانو پر ټینګوالي او تويېدو باندې هېڅ اغېز نۀ لري، د ښې او بدې پۀ نوم هېڅ شامپو نشته، شامپو کېدای شي چې د وېښتانو پۀ نرموالي او ساتنه کې د کیفیت لۀ نظره توپیر ولري، خو د وېښتانو پۀ وده کې هېڅ اغېز نۀ لري او نۀ شي کولی چې د وېښتانو د تویېدو څخه مخنیوی وکړي. 

د وېښتانو تویېدل بېلابېل سببونه لري نو ځکه د وېښتانو د تویېدو درملنه هم د هغه د سبب لۀ نظره توپیر کوي.


شامپوګانې پۀ لاندې حالاتو کې اغېز لري.


۱- د پوستکي د غوړ لۀ منځه وړل:

د شامپو کارول د پوستکي طبیعي غوړ پۀ اوبو کې حل کوي چې پۀ پایله کې یې د سر طبیعي غوړ لۀ منځه ځي.

د پوستکي د غواړو سرچینه د سباسیو غده ده چې د بلوغ څخه وروسته فعالېږي او د پوستکي دغوړېدو لامل کېږي. ځینې خلګ غلط فکر کوي چې د سر غوړ د وېښتانو تویېدل زیاتوي، دا یواځې تشه اوازه ده. اما د وېښتانو غوړ کېدای شي چې په سر کې د موجودو فنګسونونو د ودې او د سر د پخې د زیاتېدو لامل شي، پۀ داسې حال کې د وېښتانو پرېمنځل د سر د پخې پر کمېدو اغېز کولی شي.


۲- د سر د پخې سره مقابله:

شامپوګانې په دوو میکانیزمونو سره د سر پخه له منځه وړي.

الف- شامپو د داسې موادو درلودونکې ده چې د سر پخه په اسانۍ سره کنټرول کړي.

ب- کېدای شي چې شامپو د فنګس ضد موادو درلودونکې هم واوسي او د سر پخه کمه کړي.


۳- شامپو وېښتان نۀ شي اوږدولی:

سوداګریز اعلانونه وایي چې شامپو د وېښتانو د تویېدو څخه مخنیوی کوي یا وېښتان اوږدوي دا خبره اصلآ د منلو وړ نۀ ده. هېڅکله په دې باندې باور مه کوئ چې شامپو د وېښتانو د اوږدېدو او قوي کېدو سبب کېږي، که څه هم شامپو د نباتي موادو درلودونکې واوسي.

ډېری کېمیاوي او نباتي دواګانې چې د وېښتانو د تویېدو د مخنیوي په خاطر بازار ته معرفي شوې دي، د پوستکي د نړيوالې ټولنې لخوا تایئد شوي نۀ دي.

که چرته شامپو پۀ رښتیا هم د وېښتانو د تویيدو ضد موادو درلودنکې واوسي، خو د دغه موادو د اغېز او جذب لپاره پوره وخت نشته، ځکه چې شامپو پر وېښتانو باندې د ډېرې مودې لپاره نۀ پاتې کېږي، نو بۀ دې خاطر نۀ شو کولی چې شامپوګانې د وېښتانو د تویېدو څخه د مخنیوي پۀ نوم وپېژانو! 


درنو او ښاغليو د فېسبوک ملګرو! سلامونه او درنښت

زۀ د جلدي ناروغیو ټرینر متخصصه یم چې هره ورځ دا ډؤل ناروغان ګورم، د پاک خدای ج پۀ مرسته او د خپلو تجربو پۀ مټ یې درملنه کؤم. ما ته د درملنې لپاره ډېری لوستي خلک راځي، دوی زما څخه د زدکړو او کارونو پۀ اړه پوښتنې کوي، هغوی غواړي چې د جلدي ناروغيو پۀ اړه لیکلي مالومات ترلاسه کړي، د همدې غوښتنو لۀ مخې غواړم چې د دې پاڼې له لارې د هغوی سره مرسته وکړم، خدای دې وکړي چې پۀ اړین وخت کې يې پۀ درد وخوري

 
Copyright © 2013 وبسایت دوكـتوران افغانستان
Distributed By Free Premium Themes. Powered byBlogger