د ډاکټر لۀ مشورې پرته د مخ روښانوونکي کریمونه مۀ کاروئ، ځکه چې دا ډول کریمونه د ضررناکو کېمیاوي توکو درلودونکي دي، لکه سیماب، سرب، کورتیکوستروید او داسې نور چې پۀ لومړیو کې پوستکى روښانه کوي او وروسته د لاندي ستونزو لامل کېږي:
۱- پوستکی نازک کوي.
۲- پوستکی روږدی کوي.
۳- پۀ مخ باندې کوچني رګونه پیدا کوي.
۴- د مخ د پوستکي د سوروالي او ګرمېدو سبب کېږي.
۵- د اضافي ویښتانو د رامنځ ته کېدو سبب کېږي.
۶- د ځوانکو د رامنځ ته کېدو سبب کېږي.
که چېرته تاسو دا ډول کریمونه کارولي وي او منفي تاثیراتو ته یې متوجه شوي یاست، نو د خپلو ملګرو سره یې د ثواب پۀ نیت شریک کړئ تر څو هغوی د دې ستونزو څخه ځان وساتي.
ارسال یک نظر