مطالب جدید
دوکـــتوران افغانســـتان

تغذیه

داخله

اخبار طبی

۱۳۹۸/۱۰/۲۲

د مخ تورې ټاپې لۀ منځه وړلو اسانه او طبیعي لار


پۀ مخ، پوزه او تندي باندې تور رنګې ټاپې چې د حمل ضد درملو لۀ کارولو او د حاملګۍ پۀ وخت کې د هارمونیکو بدلونونو له امله پیدا کېږي د میلازما یا کولازما پۀ نوم یادېږي، چې پۀ پښتو ژبه کې ورته تورسېری ویل کېږي.

پۀ ټوله کې دا خاپونه د مخ پۀ هغه برخه کې رامنځ ته کېږي چې د لمر وړانګو ته لوڅ وي، دا ناروغي د حمل ضد درملو پۀ پرېښودو او د حمل د وضع کولو سره سم د څو اونیو او یا هم د څو میاشتو پۀ موده کې له منځه ځي، چې د نوموړو دواګانو پۀ بیا پیل کولو او د بیا حامله کېدو سره بېرته پیدا کېږي، اما پۀ ځینو ښځو کې د پورتنیو لاملونو پۀ نشتوالي کې هم پیدا کېدای شي.


د دې ناروغۍ لاملونه:

۱- مېلازما/کولازما د پوستکي یوه عامه روغتیایي ستونزه ده چې بۀ ځوانو ښځو او حتی نارینه وو ته هم پیدا کېدای شي.

۲- میلازما/کولازما پۀ ټوله کې د ښځينه جنسي هارمونونو (اسټروجن او پروجسټیرون) سره تړاو لري ځکه نو پۀ حاملو میندو او هغو ښځو کې چې د حمل ضد درمل کاروي پیدا کېږي.

۳- د لمر وړانګو ته دوامداره مواجه کېدو له وجې هم پیدا کېږي.

۴- د تورسېري پیدا کېدل ارثي منشا هم لري.

۵- داسې انګېرل کېږي چې د ماورا بنفش دواړه وړانګې اې او بي د دې ستونزې سبب کېدلی شي.

۶- کېدای شي چې د میاشتني عادت نه راتلل او د جنسي هارمونونو عدم توازن یې سبب شي.

۷- د ځینو درملو د استعمال له کبله هم پیدا کېږي لکه د مرګي ضد دوا چې فنیټوین نومېږي.

۸- ځینې نارینه چې د ښکلا لپاره پۀ مخ باندې کېمیاوي مواد کاروي هم پۀ ورته ستونزه اخته کېدای شي.

۹- د ویټامینونو کمښت پۀ ځانګړي ډول د فولیک اسید کموالی یې هم سبب دی.


د دې ناروغۍدرملنه:

تورسېری د حمل وضع کېدو او د حمل ضد درملو د توقف سره پۀ خپله له منځه ځي، که چېرته داسې ونه شول نو داسې وکړئ! 

۱- کوښښ وکړﺉ چې د لمر له وړانګو څخه ځان وساتئ.

۲- د لمر د وړانګو له مخنیوي پۀ منظور د سهار له خوا د سن سکرین پۀ نامه کریم وکاروﺉ.

۳- د هر ډول او ډېر صابون کارولو نه ډډه وکړﺉ.

۴- د شپې له خوا د هایدروکوینین لرونکی بلیچ استعمال کړﺉ.

۵- سبزي، مېوې او ویټامین اې او فولیک اسید ډېر وخورﺉ.

او که بیا هم داغونه پاتې وي نو پۀ ځانګړو مرکزونو کې د ماهرو ډاکټرانو پۀ واسطه د لېزر پۀ مرسته داغونه ليرې کړﺉ.



 
Copyright © 2013 وبسایت دوكـتوران افغانستان
Distributed By Free Premium Themes. Powered byBlogger