مطالب جدید
دوکـــتوران افغانســـتان

تغذیه

داخله

اخبار طبی

۱۳۹۸/۰۲/۰۸

د پوستکي درملنه.

زیتون وکاروئ، تر څو لا ښایسته شئ! 

د زيتون تېل لۀ زرګونو کلونو راهيسې لۀ دې امله د ښايست لپاره کارول کېږي، چې مخ او بڼې ته ډېرې ګټې لري. زيتون تېل د زيتون د ونو له مېوې وېستل کېږي چې اصلي سيمه يې د مديترانې شاوخوا هېوادونه دي.

زيتون په پخواني مصر کې د ګڼو سينګاريزو موخو لپاره کارول شوي دي. د زيتون ګټې يوازې د انسان څېرې پورې ځانګړې نه دي، بلکې په غذايي سېستم کې هم ستره ګټه لري.
۱- زيتون ويټامن اي لري او د اکسيډېشن ضد دي، چې د مخ او د بدن پر نورو برخو پورې کولو سره د زړښت نښې نښانې له منځه وړي او ګونځې لرې کوي.

۲- له زيږې مالګې يا زيږې بورې سره د زيتونو ګډول او بيا يې پر مخ پورې کول د مخ د پوستکي د ښايسته کولو لپاره کار کوي، چې وروسته په تړمو اوبو ووېنځل شي.

۳- د ميک اپ د لرې کولو لپاره زيتون د يوه طبيعي له منځه وړونکي په توګه کارول کېږي. منبع: د پوستکي درملنه

۴- که چرته د زيتون تېل، د هګۍ سپين او لږ لېمو سره ګډ شي، بيا پر مخ پورې شي، نو دې سره مخ ځلا کوي او ژونديتوب وربښي.

۵- پر زيتونو هره ورځ د پنځو دقيقو لپاره مخ مالش کولو سره مخ له زيتون تېلو غذايي توکي اخلي او ګونځې له منځه وړي. مېرمنو کې مياشتنۍ ناروغي د ښه والي پر لور بيايي.

۶- هره ورځ له خوب وړاندې د سترګو شاوخوا برخې پر زيتونو غوړول توروالی له منځه وړي او له سترګو چاپېره نری پوستکی ژوندی ساتي.

 
Copyright © 2013 وبسایت دوكـتوران افغانستان
Distributed By Free Premium Themes. Powered byBlogger