مطالب جدید
دوکـــتوران افغانســـتان

تغذیه

داخله

اخبار طبی

۱۳۹۸/۰۲/۰۸

هغه لارې چارې چې پوستکي ته ګټه لري!

لیکوال: باتور غیرت
دا د انسان فطري غوښتنه ده چې پۀ هر ځای کې یې تعریف بیان شي، خو د نورو ښېګڼو سربېره دا غوره ګڼي چې د ښکلا یادونه یې په هر ځای کې وشي، نو که چرته تاسو هم غواړئ چې د ښایست یادونه مو د هر چا په خوله وي نو په ورځني ژوند کې دا ټکي په پام کې ونیسئ:

۱- د مخ پوستکی مو پاک وساتئ: 
دا په یاد ولرئ چې هر هغه څه چې پاک او منظم وي نو ښکاره خبره ده چې ښکلا به یې لا ډېره وي، د تازه او ښکلي مخ درلودلو لپاره د پوستکي پاکوالي ته پوره پاملرنه وکړئ، همدارنګه د غوړ پوستکي لپاره پکار ده چې په تړمو اوبو يې په يوه مناسب پاکوونکي ووېنځئ.

هغه پاکوونکی چې استفاده ترې کوئ، په ډېر وخت سره يې وکاروئ، يعنې مالش يا مساژ ته اړتيا لري، دغه توکی تر يو وخت پورې پر پوست پرېږدئ چې سينګار توکي، غوړ او خيري له پوستکي بېل کړي او اسانه پاک شي.

۲- بادام وخورئ: 
په بادام کې د A‌ ويټامين تر څنګ د انټي اکسډان شتون د پوستکي د ګونځو، چرک او زړښت مخنیوی کوي او پوستکی له خرابوالي څخه ساتي.

۳- ګازرې وخورئ:
ګازرې له تاسې سره مرسته کوي چې وځلېږئ، پوستکی مو ښکلی او تازه شي.
د ګازرو یا د زردکو د اوبو په څښلو سره انسان بدن داسې ويټامينونه تر لاسه کوي چې د هغه د پوستکي لپاره ګټور دي او هم داسې ګټور مواد لري چې کولى شي د پوستکي اړوند ناروغۍ لکه (eczema) چې د ويټامين A د کموالي له امله رامنځته کېږي او په دې ناروغۍ کې پوستکی سور کېږي، انسان دې ته اړ کوي چې هغه ځاى وموږي، همدارنګه د پوستکي التهاب او دانې هم د ګازرو د خوراک په وسیله له منځه وړلی شئ.

۴ – له سره مرچ څخه ګټه واخلئ: 
د ښکلا لپاره په خوراک کې مو سره مرچ زيات کړئ، دا د پوستکي په مقاومت کې رول لري او پوستکی خوندي ساتي.
همدارنګه، له سي ‌ويټامينونو استفاده وکړي چې د وجود او پوستکي مقاومت مو لوړ شي. سي ‌ويټامين په سره مرچ ، ځمکنيو توتانو، کيوي، لېمو او مالټو کې په پرېمانه اندازه پیدا کېږي.

۵ – غوښه وخورئ: 
په یاد ولرئ چې غوښه د ګټو تر څنګ زیان هم لري، خو د مخ د ښکلا یا هم د روغتیا لپاره په اوونۍ کې حتمي یو ځل غوښه وخورئ.

تاسو کولی شئ چې له کبانو استفاده وکړئ، په کبانو کې امګا درې غوړ موجود دي چې د زړه د ناروغيو په مخنيوي کې غوره رول لري، خو د دې تر څنګ د پوستکي په ښکلا او تازه پاتې کېدو کې هم رغنده رول لري.

همدارنګه سره غوښه معدني مواد لري، چې له دې سره پوستکی بيا روغېږي او په دې برخه کې غوره رول لري. کېدای شي چې د سرې غوښې له استفادې سره مو د مخ وېښتان هم کم شي.

۶- شين چای وڅښئ: 
شين چای ځينې ځانګړي مواد لکه اکسيډان لري او کولی شي چې ستاسې له جلدي ښکلا سره مرسته وکړي. د شين چای استفاده مو د پوستکي له ګونځوالي، چرک او نورو ستونزو ساتي. د شين چای استفاده د پوستکي د سرطان خطر هم کموي.

۷- پوره خوب وکړئ: 
پوستکی د شپې لخوا خپل ځان نوی کوي او ترمېموي. تر خوب وروسته ستاسې پوستکی بدلون مومي. د همدې لپاره د شپې له لوري له اوو تر اتو ساعتونو پورې خوب وکړئ چې پوستکی مو خپلې ترمېموونکې چارې سمې سرته ورسوي.

۸- د لمر‌ ضد کرېم وکاروئ: 
د پوستکي د زړښت د مخنيوي، يو غوره درمل د لمر‌ ضد کرېم استفاده ده، خو مېرمنې بايد دا کار په ورځ کې څو ځله وکړي.                         
هغه مېرمنې چې لمر ته ګرځي بايد د لمر ضد ‌کرېم هېڅ له ياده ونه باسي، د دوی لپاره يوازې هر سهار کفايت نه کوي، بلکې بايد بيا، بيا يې وکاروي.

دغه راز که چرته مو پوستکی وچ وي، نو تر حمام ‌کولو وروسته غوره ده چې له يوه مرطوبوونکي کرېم څخه کار واخلئ. کولی شئ مرطوبونکي کرېم په ټول بدن ووهئ او ځان ډاډه کړئ چې په پوره اندازه جذب شي.

۹- له روحي فشار څخه ځان لرې وساتئ: 
سټرس يو نه مالومېدونکې ناروغي ده چې ډېری وخت يې سبب هم مالوم نه وي. سټرس ستاسې په بدن کې پر ټولو برخو اغېز پرېباسي او هورمونونه يې لکه ادرنالين، کورټيزول کولی شي، په بدن ژور او بد تاثيرات ولري.

د دې لپاره چې له دې ستونزې څخه په امان شئ، نو ځينې ذهني تمرينونه وکړئ، مطالعه وکړئ، ځان له اندېښنې په امان کړئ، له دې سره به مو نه يوازې پوستکی ښکلی شي، بلکې د بدن مختلف سيسټمونه به مو ور سره سالم او روغ پاتې شي.

نوټ:

ګرانو ملګرو د دې لیکنې پۀ خپرولو کې سپما مه کوئ!
لۀ خپلو ملګرو سره یې شئیر کړئ.
 
Copyright © 2013 وبسایت دوكـتوران افغانستان
Distributed By Free Premium Themes. Powered byBlogger