مطالب جدید
دوکـــتوران افغانســـتان

تغذیه

داخله

اخبار طبی

۱۳۹۸/۰۲/۰۴

ملیا یعنې د سترګو پر شاوخوا سپینې دانې؛ او درملنه یې!


ملیا یعنې د سترګو پر شاوخوا سپینې دانې؛ او درملنه یې! 
ملیا د کوچني کراټيني/پروټيني سېسټونو څخه عبارت دي چې تر پوستکي لاندې د کوچنيو سپینو دانو په مالومېدلو سره پر مخ باندې لېدل کېږي.

ملیا په دوه ډوله ده:
۱ـ ابتدایي ملیا:
ابتدایي ملیا هغه ده چي بې له کوم ځانګړي سبب څخه پر پوستکي پیدا کېږي. دا ډول ملیا په ماشومتوب او ځوانۍ کې د سترګو پر شاوخوا زیاتېږي.
۲ـ ثانوي ملیا:
ثانوي ملیا هغه ده چې د لاندې زخمونو د جوړېدو څخه وروسته منځته راځي.
د پوستکي هغه زخمونه چې د سوځېدو، تڼاکو، د لمر سوځونې او سترویدي کرېمونو په  دوامداره استعمال سره ( بتامیازون، کلوبتازول، ترایمسینولون، نوتریتون او داسې نورو)... منځته راځي.
د دې دانو ابتدایي بڼه په هر عمر کې لېدل کېږي خو د ماشومتوب او ځوانۍ په دوران کې زیات لېدل کېږي. 
په ځوانۍ کې دا دانې کوچنۍ، سپین یا ژېړ رنګ د ګنبدې په بڼه سره وي چې ډېری یې د سترګو پر شاوخوا لېدل کېږي. معمولآ بې له درد او خارښت څخه وي یواځنۍ ستونزه د ښایست ده چې پر مخ باندې دا دانې ښې نه مالومېږي.
په لومړيو کې د دانو شمېر کم وي چې قرار، قرار یې شمېر زیاتېږي. دا دانې په لومړیو کې کوچنۍ وي خو  د وخت په تېرېدو سره لوېږي. د اژدنو تر دانې یې اندازه نه لوېږي. د وخت په تېرېدو سره دا دانې له منځه ځي خو کله، کله تر ډېره دوام کوي.     
په ماشومتوب کې دا دانې ډېری پر زنه او پوزه باندې لېدل کېږي چې د وخت په تېرېدو سره په خپله له منځه ځي.
د ملیا ثانوي بڼه د بدن د پوستکي پر هره برخه کېدای شي چې منځته راشي. دا دانې ډېری وختونه لویې وي او د لاسونو پر شا باندې ډېرې منځته راځي.

د ملیا درملنه:
د دې دانو درملنه په دوه ډوله ترسره کېږي. د درملو استعمال چې د ترتینوین کرېمونه په بېلابېل غلظت سره د ډاکټر د مشورې سره سم استعمالېږي. دا کرېمونه ډېر خارښت لري چې د شپې لخوا لږ پر دانو او د دانو پر شاوخوا ځایونو باندې استعمالېږي. پوست اچونه، سور والی او د سوځېدو احساس د دې کرېم جانبي عوارض دي د دې کرېم سره باید د لمر ضد کرېم حتما استعمال شي.
د دې دانو د درملنې دوهمه لار ایکسیژن/اېستل دي، چې د پوستکي د ډاکټر لخوا اېستل کېږي.

د ملیا مخنیوی: 
د ملیا ابتدایي بڼه کومه ځانګړې د مخنیوي لار نه لري، خو پر خپل سر د کرېمونو، نه استعمالول، د لمر څخه د پوستکي ساتل او پوستکی د محیطي ضربې څخه ساتل کولی شي چې د دې ستونزې د دوهم ځل راپورته کېدلو څخه مخنیوی وکړي.

 
Copyright © 2013 وبسایت دوكـتوران افغانستان
Distributed By Free Premium Themes. Powered byBlogger