ژبارونکی باتور غیرت
۱- ډېره مسکا کوئ؛ تل مسکي اوسئ.
۲- هر کله چې لمر ته کار کوئ یا لمر ته مخامخ یاست؛ نو د لمر ضد کریم وکاروئ.
۳- هره ورځ ښې ډېرې اوبه وڅښئ؛ څومره مو چې وس کېږي له اوبو ډېره استفاده وکړئ، ځکه چې اوبه مو تازه ساتي.
۴- مناسب او بشپړ خوب وکړئ. هره شپه باید له ۷ تر ۸ ساعتونو پورې خوب وکړئ.
۵- پۀ اوونۍ کې حد اقل درې واره تمرین وکړئ.
۶- ښه خوراک وکړئ چې سالم صحت ولرئ.
۷- پۀ وار پۀ وار سره خوراک وکړئ؛ یعنې خوراک د اړتیا سره سم وکړئ.
۸- ویټامینونو او نورو اضافي موادو ته مو بدن اړتیا لري؛خو دا هر څه له غذايي موداو نه شي تر لاسه کېدای، لکه لمر نه ویټامین ډي تر لاسه کړئ.
۹- له خوشحاله او مثبتو خلکو سره ناسته پاسته وکړئ.
۱۰- د نشه يي توکو له استعمال ډډه وکړئ؛ لکه سګرټ، نسوار، چرس او نور…
۱۱- شراب یا الکول هېڅکله مه څښئ.
۱۲- مخدره موادو سره هېڅکله هم لېوالتیا مه پیدا کوئ؛ لکه هیروین، تریاک او یا نور…
۱۳- ښایسته او پاکې جامې، لباس او نور پوښاک نه تر خپل وس پورې استفاده وکړئ.
۱۴- خوشبین او نیک نظره اوسئ.
۱۵- له بدو، تېرایستونکو او زهر شیندونکو خلکو لرې اوسئ؛ هغوی نه ځان وساتئ.
۱۶- خپل ښه وخت مو له ملګرو او کورنۍ سره مصرف کړئ؛ یعنې ښو ملګرو او کورنۍ سره.ے
۱۷- هڅه وکړئ چې له ځانه هر ډول فشار لرې کړئ او مبارزه ورسره وکړئ.
۱۸- عبادت او ریاضت له یاده مه باسئ…
۱۹- ځانته پام وکړئ چې څنګه ښکارئ؟ ویښتان مو اصلاح کړئ ، مخ او لاسونه پاک ساتئ.
۲۰- خپلې جامې مو اوتو کوئ او اوتو یې ساتئ.
۲۱- خپل بوټان، څپلې او نور پښو کوونکي شیان مو پاک ساتئ.
۲۲- پۀ پای کې؛ تل منظم او چمتو اوسئ.
ارسال یک نظر