مطالب جدید
دوکـــتوران افغانســـتان

تغذیه

داخله

اخبار طبی

شفاخانه جلدی آروین

شفاخانه جلدی آروین
مرکز تخصصی مراقبت و تداوی جلد

۱۳۹۷/۱۲/۱۶

پۀ خپل سر د کریم استعمال پوستکي ته جدي زیان رسوي!

پۀ خپل سر د کریم استعمال پوستکي ته جدي زیان رسوي!
لیکونکی باتور غیرت 
د ډاکټر د مشورې پرته د مخ روښانوونکي کریمونه مه استعمالوئ،  ځکه چې دا ډول کریمونه د ضرر ناکو کېمیاوي موادو درلودونکي دي، لکه سیماب، سرب، کورتیکوستروید او داسې نور چې پۀ لومړیو کښې پوستکى روښانه کوي او وروسته د لاندي ستونزو لامل کېږي: 

۱: پوستکی نازک کوي.
۲: پوستکی روږدی کوي.
۳: پۀ مخ باندې کوچني رګونه پیدا کوي.
۴: د مخ د پوستکي د سوروالي او ګرمېدو سبب کېږي.
۵: د اضافي ویښتانو د رامنځته کېدو سبب کېږي.
۶: د ځوانې دانې د رامنځته کېدو سبب کېږي.

#که چرته تاسو دا ډول کریمونه استعمال کړي وي او منفي تاثیراتو ته یې متوجه شوي یاست، نو د خپلو ملګرو سره یې سره یې د ثواب پۀ نیت شریک کړئ تر څو هغوی د دې ستونزو څخه ځان وساتي.
 
Copyright © 2013 وبسایت دوكـتوران افغانستان
Distributed By Free Premium Themes. Powered byBlogger