مطالب جدید
دوکـــتوران افغانســـتان

تغذیه

داخله

اخبار طبی

۱۳۹۷/۱۲/۱۷

د وچ پوستکي د ساتنې پۀ اړه مهم ټکي!

د وچ پوستکي د ساتنې پۀ اړه مهم ټکي!
لیکونکی باتور غیرت 
وچ پوستکی زیاتره پۀ یخ موسم کي له ستونزو سره مخامخ کېږي، چې پوستکی خپل نرموالی له لاسه ورکوي، پوستکی خارښ پیدا کوي، پوست اچوي، چاودې او وینې کوي.

د وچ پوستکي ساتنه: 
د لاندې ټکو مراعت کول تر ډېره وچ پوستکی نرم ساتي او د پوستکي د وچوالي څخه مخنیوی کوي.
۱: د حمام کولو وخت مو کم کړئ، او د ډېرو ګرمو اوبو څخه کار مه اخلئ هر څومره چې اوبه ګرمې وي پۀ هماغه اندازه پوستکی ډېر وچېږي او چاودېږي.
 ۲: هڅه وکړئ چې صابون لږ استعمال کړئ او د هغه صابون څخه کار واخلئ چې د ګلیسیرن او د پارافین درلودونکي وي.
۳: کله چې ځان وچوئ نو پر پوستکي مو فشار مه راوړئ او ټاول (ځان پاک) پر پوستکي ټینګ مه مښئ.
۴: مرطوب کوونکي کریمونه استعمال کړئ. د دې کریمونو د استعمال ښه وخت د پوستکي د وچولو څخه وروسته دی.
۵: هغه د سېنګار/آرایش مواد چې الکول او خوشبویه مواد لري لکه عطر، سپرې او ځینې صابونونه، زیاتره د پوستکي په وچوالي کې رول لري.
۶: هغه ماشینونه چې د اطاق هوا مرطوبوي ( Humidifier) په اطاق کې نصب کړئ. بدبختنه چې دا ماشینونه په افغانستان کي نشته.
۷: نرم او ملایم لباس استعمال کړئ،  لکه نخي لباسونه. که چرته د پشمي او کلکو مصنوعي لباسونو لېوال یاست بیا نو لاندي یو نخي استعمال کړئ.
۸: که چرته مو ډېر کار د اوبو سره وي، لکه د کالیو پرېمنځل، د لوښو پرېمنځل بیا نو د دستکلو څخه کار واخلئ، او تر څنګ یې مرطوب کوونکي کریمونه استعمال کړئ. کله چې وېده کېږئ نو لاسونه مو په واسلینو باندي غوړ کړئ.
که چرته مو پورته ټکي مراعات کړي وي او بیا مو هم پوستکی وچ وي، نو د پوستکي د متحصص سره مشوره وکړئ تر څو پۀ نورو ناروغیو اخته نه شئ.


 
Copyright © 2013 وبسایت دوكـتوران افغانستان
Distributed By Free Premium Themes. Powered byBlogger