مطالب جدید
دوکـــتوران افغانســـتان

تغذیه

داخله

اخبار طبی

۱۳۹۷/۱۲/۲۵

د سترګو لاندې توروالی ولې رامنځته کېږي؟

  او څنګه کولی شو چې لۀ منځه یې یوسو!؟

لۀ سترګو لاندې تورې حلقې پۀ اوسني وخت کې یو عام شکایت دئ، لۀ ځوانانو څخه نېولي تر مشرانو پورې د هر چا د سترګو شاوخوا دا توري حلقې څرګندېدلی شي. تقریبا ټول خلک د عمر په یوه برخه کې تر سترګو لاندې تورې حلقې پیدا کوي. چې دا تورې حلقې عموما موقتي وي او د له منځه وړلو لپاره یې د درملو کارول نه دي ضرور.
تر سترګو لاندې د پوستکي برخه ډېره نازکه ده، له الرژي نیولې تر عصبي فشار او ستریس پورې ګڼ فکټورونه ورباندې اغېز کولی شي او تورې حلقې رامنځته کولی شي.
لاندې څو فکټورونه داسې دي چې خپله تورې حلقې نه رامنځته کوي خو! زیاتوي یې.
1: کم خوبي: 
بې خوبي د دې سبب کېږي، چې پوستکی ژېژ رنګه معلوم شي، او د دې سبب کېږي چي رګونه په پوستکي کي جوت ښکاره شي. چې همدا د دې سبب کېږي چې ابي ډوله یا تورې حلقې تر سترګو لاندې جوړې شي.

2: د اوبو کموالی: 
تر سترګو لاندې تورې حلقې د دې نخښه هم کیدای شي چې ستاسې وجود کافي اوبه نه لري. نو بايد د ورځې په اوږدو کې اوبه او اوبلن خواړه په کافي اندازه وڅښئ.

3: ژورې سترګې: 
د ځینو خلکو په طبیعي توګه سترګې ژورې وي. نو په داسې حال کې د سترګو شاوخوا تورې حلقې د دې ژورتیا یو ډول سیوری وي. که جرته یې تاسې پۀ ډول پسې ګرځئ نو د پوستکي متخصص سره په دې اړه خبرې کولی شئ. هغوی مرسته کوي چې څنګه ژورې لوېدلې سترګې ښې ښکاره شي.
پر دې سربېره ځینې نور عوامل هم شته، چي تر سترګو لاندې تورې حلقې زیاتولی شي.

اوس هم څو هغه فکټورونه چې تر سترګو لاندې د تورو حلقو د رامنځته کېدو سبب کېږي.

1: الرژي:  ( حساسیت)
د سترګو لاندې تورې حلقې کله نا کله په هوا کې د موجودې الرژۍ له کبله جوړېږي ، لکه دوړې/ګردونه او نور. ځکه چې دا تاسو د سترګو پرلپسې موږلو ته اړ باسي او همدا د سترګو موږل تر سترګو لاندې تورې حلقې جوړوي.

2: درمل: 
یو شمېر درمل او همدارنګه د پښتورګو او ینې ناروغۍ هم تر سترګو لاندې د تورو حلقو د جوړېدو سبب کېږي.

3: کم خوني: 
په وجود کې د اوسپنې کمښت چې په عامه اصطلاح کې یې کم خوني او طبي اصطلاح یې انیمیا ده هم تر سترګو لاندې د تورو حلقو د جوړېدو سبب کېږي.

4: سؤ تغذیه:  ( خوارځواکي)
د ناسم غذايي رژیم لرل د سترګو لاندې د تورو حلقو د جوړېدو یو عام سبب دی. صحي خواړه چې د ( A, C, K, E ) ویټامینونه ولري ستاسو تر سترګو لاندې تورې حلقې له منځه وړلی شي.

5: لمر وهل: 
که چرته تر ډېره تېز لمر ته پاتې شئ نو تېز لمر هم د سترګو شاوخوا نازک پوستکی کمزوری کوي او بیا د تورو حلقو په ډول ښکاري.

6: ارثي: 
په ځینو خلکو کې تر سترګو لاندې تورې حلقې ارثي وي او په کورنۍ کې یې ډېر غړي لري.

7: عمر تېرېدل: 
تر سترګو لاندې پوستکی نازک او نری دی. کله چې عمر تېرېږي نو د سترګو شاوخوا شته غوړ له منځه ځي، سترګې ښکته ځي او لاندې یې تورې حلقې راڅرګندېږي.

تر سترګو لاندې د تورو حلقو درملنه: 
لکه یادونه مې چې وکړه د سترګو لاندې د تورو حلقو د جوړېدواو یا د تشدید ډېر عوامل دي. همداسې یې د درملنې لارې چارې هم ډېرې دي.
یوازې د سترګو لاندې د هغو تورو حلقو درملنه ستونزمنه ده چې په ارثي توګه درته پاتې وي په نورو صورتونو کي تاسو په اسانۍ سره د خپلو سترګو لاندې تورې حلقې ورکولی شئ. البته جلدي متخصصان ښايي بېلا بېلې لارې درته تجویز کړي. خو دلته درسره څو کورنۍ لارې چارې شریکوم.

– ډېر مایعات وڅښئ. د پوستکي د هوار او تازه ساتلو لپاره د ورځې لږ تر لږه ۲ لیټره اوبه پوره کړئ.

خپل غذايي رژیم کې بېلا بېل خواړه ور زیات کړئ په ځانګړې توګه لبنیات، او ترکاري. همدارنګه تازه موسمي مېوې هم په ورځنۍ توګه له یاده مه باسئ.

خوب مو پوره کړئ. بې خوبي نه یوازې د سترګو شاوخوا توروالی زیاتوي بلکې نورې ګڼې ستونزې هم درته پېښوي.

د کچالو څخه ایستلې اوبه سپینونکي مواد لري. چې کولی شئ د مالوچو یوه ټوټه په کښي لمده کړئ او تر سترګو لاندې په تورو حلقو یې د ۲۰ دقیقو لپاره وساتئ. دا کار که تکرار کړئ د سترګو شاوخوا تور او ابي رنګ کموي.

تاسو د سترګو شاوخوا د بادرنګ ټوټې هم ایښودلی او یا له بادرنګ څخه ایستلې اوبه د مالوچو په وسیله کارولی شئ هماغسې لکه د کچالو څخه د ایستلو اوبو یادونه مو چې وکړه.

تل په لمرینه هوا کيې د لمر عینکې وکاروئ او هڅه مه کوئ چې سترګې مو ډېرې لمر ته ښکاره کړئ.

داسې خواړه وخورئ چې په زیاته اندازه اوسپنه ولري. سابه، لوبیا، غوښه ، ځینې وچې او تازه مېوې ستاسو د اوسپنې اندازه پوره کولی شي.

د موسمي الرژیو ( حساسیتونو) څخه د ځان ساتلو په خاطر تدابیر ونیسئ که سترګې مو حساسیت لري نو ښه ده چې په ګردجنه هوا کې ځینې د سترګو څاڅکې او یا مصنوعي اوښکې وکاروئ څو مو سترګې وچې پاتې نه شي او ډېرې یې ونه موږئ .
 
Copyright © 2013 وبسایت دوكـتوران افغانستان
Distributed By Free Premium Themes. Powered byBlogger