مطالب جدید
دوکـــتوران افغانســـتان

تغذیه

داخله

اخبار طبی

۱۳۹۷/۱۲/۲۸

د سپینېدو مخنیوی وکړي

ژباړونکی: باتور غیرت
دا سمه ده چې د عمر پۀ لوړېدو سره د انسان وېښتان سپینېږي، خو ډېری کسان مخکې له دې چې زاړه شي، ان پۀ ځوانۍ کې یې وېښتان سپین شي. په ډېرو کورنیو کې به مو لېدلي وي چې د مور او پلار سرونه یې لا تور وي، خو د اولاد د سر وېښتان یې سپین شوي وي، نو د وېښتانو سپینېدل د زړښت معنا نه ورکوي، بلکې ډېر لاملونه شته چې له زړښت مخکې د انسان د وېښتانو د سپینېدو لامل کېږي.

لاملونه او د حل لارې یې څه دي؟
په بدن کې د فلزاتو کمښت، لکه منګنيز، روي، تیتانیوم او اوسپنه د سر د وېښتانو د سپینوالي او ماتېدو اصلي لاملونه دي. هغه کسان چې له وخت مخکې یې وېښتان سپین شوي وي باید په خپل غذایي رژیم کې مڼې، ناک، شفتالو او هغه مېوې ور زیاتې کړي چې ډول ډول فلزات په ځانګړي ډول منګنيز ولري. دغه راز ځینې سابه لکه اوږه، پیاز، موسیر او ګندنه چې د منګنيزو ښه سرچینه بلل کېږي، وکاروي.
مس او منګنيز لرونکي خواړه له وخت مخکې د وېښتانو د سپینېدو مخه نیسي.
د نباتي درملو په ډله کې د غنمو سبوس، سنبل الطیب (یو ډول ګل دی) او د وربشو ډوډۍ خوړل کولی شي چې د وېښتانو د اصلي رنګ ساتنه وکړي او د سپینوالي مخه یې ونیسي. مس هم د هغو عناصرو په ډله کې راځي چې کولی شي د انسان پر پوستکي او وېښتانو باندې اغېز وکړي او د وېښتانو د سپینېدو مخنیوی وکړي.
مټر، مرخېړي، لوبیا، نسک، سره بانجان، کېله، الو، سویا او کچالو هغه خواړه دي چې په زیاته اندازه مس لري.
یوازې زړښت مو وېښتان نۀ سپینوي، بلکې د ويټامین B12 کمښت، د تیرويید ناروغي او سګرېټ څکول د وېښتانو د سپینېدو کچه څلور برابره لوړوي. د وینې کمښت، سخت او د ډېر وخت لپاره غذایي رژیم او ارثي لاملونه هم له وخت مخکې د وېښتانو د سپینېدو لامل کېږي.
 
Copyright © 2013 وبسایت دوكـتوران افغانستان
Distributed By Free Premium Themes. Powered byBlogger