مطالب جدید
دوکـــتوران افغانســـتان

تغذیه

داخله

اخبار طبی

۱۳۹۷/۱۲/۱۸

هغه (۱۲) لاملونه چې ځوانې دانې مو نه ښې کېږي!

ژباړونکی: باتور غیرت
ډېری خلک پۀ دې اړه اندېښمن دي، چې ولې د درملنې سره، سره ځوانې دانې له منځه نه ځي. که تاسې هم یو له هغو کسانو څخه یاست نو لاندې مطلب ولولئ، تر څو پۀ هغو لاملونو باندی پوه شئ چې ستاسې ځوانې دانې، ولی نه ښې کېږي او د حل لاره یې څه دي؟ 

۱:  کېدای شي چې تاسې د ځوانې دانې ضد درمل پۀ مناسب ډول نه وي استعمال کړي. 
ډېری خلک پۀ خپل آند او فکر درمل استعمالوي او یا هم د ځوانو دانو دې درملنې لپاره هغو ډاکټرانو ته ورځي چې پۀ پوستکي کې تخصص نه لري، چې داسې درملنې پوره اغېز نه لري.

۲: ډېری خلک پۀ دې آند دي چې کله ځوانې دانې پۀ مخ پیدا شي، نو څه وخت وروسته بېرته له منځه ځي نو ځکه یې پۀ درملنه باندې ژر غور نه کوي، یا یې هم د درملنې لپاره لېوالتیا نه لري  او یا هم د لږې اندازې لپاره درمل استعمال کړي وروسته یې زړه ترېنه تور شي د درمل استعمال ته دوام نه ورکوي. ښیي تاسې هم په دې آند وئ او خپل درمل په سمه ټوګه نه استعمالوئ. ښه به دا وي چې د ځوانې دانې درملنه مو وکړئ او درمل په سمه توګه استعمال کړئ. سمه ده چې ځوانې دانې راخیژي او بېرته ورک کېږي خو داغ يې د تل لپاره پاتې کېږي، نو د ځوانې دانې د داغونو د مخنیوي لپاره باید د ځوانو دانو درملنه وکړئ.

۳:  ممکن چې د ځوانې دانو درملو ته مو په سمه توګه ادامه نه وي ورکړي:
کله چې د تاسو د مخ ځوانې دانې کمې شي خپل درمل قطع کوئ او داسې فکر کوئ چې ځوانې دانې مو مکملې ښې شوې دي، خو داسې نه ده، ځوانې دانې مو په مکمل ډول سره له منځه نه دي لاړې خو یوازې کنترول شوې دي او تاسې اړ يئ چې خپل درمل په سمه ټوګه باندې استعمال کړئ، او کله چې ځوانې دانې مو په پوره توګه ښې شي نو بیا تاسو ته د ځوانې دانې د مخنيوي لپاره داسې درمل درکول کېږي چې د ځوانو دانو د د دوهم ځل د راختلو څخه مخنیوی کوي.

۴:  تاسې خپلو خواړو ته پاملرنه نه کوئ:
ټول د پوستکي متخصصین په دې آند دي چیږې خواړه د ځوانې دانې لامل نه کېږي او که تاسو د ځینو خوړو څخه ډډه هم وکړئ، نو هم ځوانې دانې راخيژي، خو څېړنو ښودلې ده چې یو شمېر خواړه ځوانې دانې ډېروي، چې دا رنګه خواړه ډېری یې ډېر کالوري لرونکي او خواږه خواړه دي. که چرته تاسو په دې پوه شوئ چې داسی ځانګړي خواړه ستاسو د ځوانې دانو د زیاتوالي لامل ګرځي له هغه څخه ډډه وکړئ.

۵:  بل لامل چې ستاسې ځوانې دانې نه ښې کېږي هغه د مخ په پرېمنځلو کې زیاتوالی او کموالی دی، تاسو باید پوه شئ چې ډېر او لږ پریمنځل د مخ کیدای شي چې ځوانې دانې ډېرې کړي. نو تاسې باید د ورځې دوه ځلې په یو مناسب صابون سره خپل مخ پرېمنځئ.

۶:  په نامنظمه توګه د وېښتانو پريمنځل کېدای شي چې د ځوانې دانو د نه ښې کیدنې یو بل لامل وي، باید تاسې په یاد ولرئ، هغه کسان چې ځوانې دانې لري زیاتره د غوړ مخ او ویښتانو درلودونکي وي، او د ويښتانو نه پريمنځل د ويښتانو د لا غوړیدو لامل ګرځي چې د همدې ويښتانو لګیدل پر مخ باندی او د سر د غوړو راټیټېدل پر مخ باندې د ځوانې دانې د ډېرېدو لامل ګرځي.

۷:  ممکن تاسې د ويښتانو غوړ استعمالوئ او یا هم د غوړو آرايشي کریمونو څخه کار اخلئ چې دا په خپل وار سره ستاسې ځوانې دانې زیاتوي، تاسو باید يو ورځ په منځ کې خپل ويښتان پريمنځي او د نه غوړ لرونکي آرايشي توکو څخه کار واخلئ.

۸: د نامناسب صابون استعمال هم کولی شي چې د ځوانې دانې د ډېریدو لامل شي:
يو شمېر کسان د ماشومانو صابون استعمالوي، په داسې حال کې چې ځوانې دانې په غوړو پوستکو کې راخيژي چې د ماشومانو صابون نه شي کولی چې د پوستکي د غوړو د کمېدو لامل شي نو ځکه د ځوانې دانو د ډېريدو لامل ګرځي. له بلې خوا یو شمېر تېز صابونونه هم د ځوانې دانې د ډېريدو لامل ګرځېدلی شي. نو د مناسبو صابونونو څخه برخمن شئ، چې د غوړ او د ځوانې دانې درلودونکي پوستکي لپاره یو مناسب صابون وي او پوستکی نه خرابوي، د پوستکي د غوړ لپاره هم ګټور دی او د ځوانې دانې په کنترول کې هم اغیزمن شمېرل کېږي.

۹:  تاسو ډېره اندېښنه کوئ، چې خپله انديښنه او خپګان د ځوانې دانې د ډېریدو یو لامل دی: اندیښنه او خپګان د کورتیزون په نوم د هورمون د ډېریدو لامل ګرځي چې د دې هورمون د زیاتېدو په پایله کې د پوستکي غوړ او ځوانې دانې ډېرېږي.  نو پر خپل ځان باندې باور ډېر کړئ، ورزش ته هم لاس رسی پیدا کړئ او ورسره خپګان له ځانه لرې او د ځوانې دانو نه مخنیوی وکړئ.

۱۰:  یوه بله ستونزه دا هم ده چې تاسې د درملنی د ژر نتیجې په تمه یئ، خو له بده مرغه چې ځوانې دانې اوږد مهاله درملنې ته اړتیا لري. تاسې بايد خپل درمل په سمه توګه استعمال کړئ او صبر وکړئ تر څو ځوانې دانې مو ورو ورو مخ په ښه کېدو شي.

۱۱: په ځوانو دانو کې لاس وهل یو بل بد عادت دی:
په ځوانې دانو کې لاس وهل او یا شکول له يوې خوا د ځوانو دانو د داغونو د رامنځته کېدو لامل ګرځي او له بلې خوا چې د شکول شویو ځوانو دانو تر څنګ د نوې ځوانې دانو د راختلو سبب کېږي.

۱۲:  په ډېرو حالتونو کې په خاصه توګه په ځوانو ښځو کې د هورموني او ولادي ستونزې وي چې په داسې حالتونو کې د ځوانې دانو د درمل په استعمال سره پرته له دې چې د هورمونونو او ولادي ستونزو درملنه وشي، ځوانې دانې نه ښې کېږي، چې يو له دې ستونزو څخه د تخمدان کیستونه دي چې په ځوانو ښځو کې د ځوانې دانو د ډېریدو، پر مخ باندې د اضافي وېښتانو پیدا کېدل او د سر د و‎یښتانو تویېدلو لامل هم کیدای شی. نو په داسی حالاتو کې هم باید ځوانې دانې او هم د هورمونو او ولادي ستونزو درملنه وشي.

 
Copyright © 2013 وبسایت دوكـتوران افغانستان
Distributed By Free Premium Themes. Powered byBlogger