مطالب جدید
دوکـــتوران افغانســـتان

تغذیه

داخله

اخبار طبی

۱۳۹۷/۱۲/۲۶

هغه (۵) عوامل چې د وېښتانو د خربېدو سبب کېږي!


ژباړونکی: باتور غیرت
۱ ـ هوا:
لمر ته ګرځېدل د وېښتانو رنګ له منځه وړي، خرابه هوا هم وېښتان خرابوي، ډېرې ګرمۍ او یخنۍ ته هم سر لوڅي مه ګرځئ، ځکه چې د سر پوستکی لۀ دواړو موسمونو سره حساسیت لري او وېښتان مو خرابېږي.

۲ـ  د هورمونونو بدلېدل:
د مېرمنو وجود پۀ ځانګړو حالتونو کې هورمونونه بدلوي، په ځانګړي ډول د اومیدوارۍ پر مهال چې د وجود هورمونونه بدلېږي، نو دغه وخت کې وېښتان یو څه خرابېږي او مېرمنې باید اندېښنه ونه لري. شاید اکثریت مېرمنو ته لۀ دې اړخه اندېښنه پیدا شي چې ولې یې پۀ دغه حالت کې ویښتان وچ شوي، اما دوی باید وپوهېږي چې دا عادي خبره ده او تر یو څه وخت وروسته بېرته ښه کېږي.

۳ـ د غلطو شامپوګانو استعمال:
ټولې شامپوګانې یو شان نۀ دي. د نر، ښځې او د ماشومانو شامپوګانې سره فرق لري. همدا ډول د وچو او غوړو ویېښتانو لپاره هم شامپوګانې توپیر لري. که چرته مو د وېښتانو لۀ حالت سره مخالفې شامپوګانې وکارولې، نو ورسره خرابېږي.

۴ـ د لمدو وېښتانو وچول:
پۀ یاد ولرئ چې د لوندوالي پر مهال که وېښتان وچ شي، نو زر ماتېږي. پۀ ماشین یې وچول وېښتان خرابوي.

۵ـ هره ورځ یې سټایل بدلول:
هره ورځ د وېښتانو سټایل بدلول هم وېښتان خرابوي، یوه ورځ مو پۀ منځ کې بېل کړل، بله ورځ مو یوې خوا ته شانه کړل او بله ورځ یې شاته خوا ته شانه کوئ. دا کارونه وېښتان خرابوي، د مخ لۀ کاسې او قد سره پۀ جوړ انداز کې مو وېښتان برابر کړئ او تل بیا له هماغه سټایل څخه کار واخلئ.
 
Copyright © 2013 وبسایت دوكـتوران افغانستان
Distributed By Free Premium Themes. Powered byBlogger