مطالب جدید
دوکـــتوران افغانســـتان

تغذیه

داخله

اخبار طبی

۱۳۹۷/۱۲/۲۸

څه وکړو چې ښکلي شو؟


ژباړونکی: باتور غیرت


تاسې د خپل پوستکي د ښکلا او ځلا لپاره مناسب غذايي رژيم ته اړتيا لرئ. د پوستکي د تازه ساتنې په اړه يو معالج ډاکټر وايي، تاسې د يوه ټاکلي پروګرام په وسيله کولی شئ په خپل مړاوي پوستکي کې بدلون راولئ او د ساعت ستنې بېرته شاته را تاوې کړئ.

 مېوې او سابه کولی شي چې تر انټي اکسيډان هم د انسان پوستکي ته ډېره ګټه ورسوي. پر مخ باندې ټاپي پيدا کېدل د مخ سلولونو ته تاوان رسوي او پوستکی په زړښت پيل کوي.

له اکسيډانونو سره د مقابلې ښه لاره دا ده چې له مېوو او سبزيجاتو څخه کار واخيستل شي. ځينې طبي ماهران د مختلف رنګه مېوو استعمال غوره ګڼي. د دوی باور دی چې د مېوو رنګونه د انسان پر بدن او ښکلا اغېزه لري.

الو، ګيلاس، مالټه، مڼه، کېله، نارنج، انګور او انار د مختلفو رنګونو، خوندونو او ويټامينونو له امله ستاسې رنګ ته ځلا او ښکلا ورکوي. 

داسې هم نه ده چې دغه تاثير دې ژر را څرګند شي، دا پروسه له ۳ تر ۱۲ مياشتو پورې ادامه پيدا کوي.

په خوراکي توکو کې تغير راوستل هم هغه څه دي چې د روغتيا او ښکلا په ساتنه کې يې ګټې تجربه شوې دي. 

د ماهي غوښه، شيدې، هګۍ، لوبيا او ځينې نور د دې ډلې له خوارکونو څخه حسابېږي.

تر دې ور ها خوا لازمه/اړینه ده چې سګرېټ و نه څکوئ، له بې خوبي او ستړيا څخه ځان وساتئ او هره ورځ يوه اندازه ورزش وکړئ.

همداراز د لمر له رڼا سره د امکان تر حده احتياط په کار دی. د مناسبې کچې عينکې کارول هم ښه خبره ده.

زمونږ ټولنه چې کاريګره ټولنه ده، خلک يې د لمر له رڼا چاره نه لري؛ خو بيا هم کولی شو د ورځې له ۱۰ بجو د ماسپښين تر ۲ بجو يا خو له ګرځېدا ډډه وکړو او يا د لمر ضد خولۍ پر سر کړو.
 
Copyright © 2013 وبسایت دوكـتوران افغانستان
Distributed By Free Premium Themes. Powered byBlogger