مطالب جدید
دوکـــتوران افغانســـتان

تغذیه

داخله

اخبار طبی

۱۳۹۷/۱۲/۲۶

د مخ څخه تورې ټاپې څنګه ورکولی شو!؟


ژباړونکی: باتور غیرت
پۀ مخ، پوزه او تندي باندې تور رنګې ټاپې چې د حمل ضد درملو له کارولو او د حاملګۍ پۀ وخت کې د هارمونیکو تغیراتو له کبله پیدا کېږي د میلازما یا کولازما پۀ نوم یادېږي چې پۀ پښتو ژبه کې ورته تورسېری ویل کېږي.
پۀ ټوله کې دا خاپونه د مخ پۀ هغه برخه کې رامنځته کېږي چې د لمر وړانګو ته لوڅ وي، دا ناروغي د حمل ضد درملو پۀ پرېښودو او د حمل د وضع کولو سره سم د څو اونیو او یا هم د څو میاشتو پۀ موده کې له منځه ځي، چې د نوموړو دواګانو پۀ بیا پیل کولو او د بیا حامله کېدو سره دوباره پیدا کېږي اما پۀ ځینو ښځو کې د پورتنیو لاملونو پۀ نشتوالي کې هم پیدا کېدای شي.

د دې ناروغۍ لاملونه:
۱- مېلازما/کولازما د پوستکي یوه عامه روغتیایي ستونزه ده چې بۀ ځوانو ښځو او حتی نارینه ته هم پیدا کېدای شي.

۲- میلازما/کولازما پۀ ټوله کې د زنانه جنسي هارمونونو (اسټروجن او پروجسټیرون) سره تړاو لري ځکه نو پۀ حاملو میندو او هغو ښځو کې چې د حمل ضد درمل کاروي پیدا کېږي.

۳- د لمر وړانګو ته دوامداره مواجه کېدو له وجې هم پیدا کېږي.

۴- د تورسېري پیدا کېدل ارثي منشا هم لري.

۵- داسې انګېرل کېږي چې د ماورا بنفش دواړه وړانګې اې او بي د دې ستونزې سبب کېدلی شي.

۶- کېدای شي چې د میاشتني عادت نه راتلل او د جنسي هارمونونو عدم توازن یې سبب شي.

۷- د ځینو درملو د استعمال له کبله هم پیدا کېږي لکه د مرګي ضد دوا چې فنیټوین نومېږي.

۸- ځینې نارینه چې د ښکلا لپاره پۀ مخ باندې کېمیاوي مواد کاروي هم پۀ ورته ستونزه اخته کېدای شي.

۹- د ویټامینونو کمښت پۀ ځانګړي ډول د فولیک اسید کموالی یې هم سبب دی.

د دې ناروغۍدرملنه:
تورسېری د حمل وضع کېدو او د حمل ضد درملو د توقف سره پۀ خپله له منځه ځي، که چرته داسې ونه شول نو داسې وکړئ! 

۱- کوښښ وکړﺉ چې د لمر له وړانګو څخه ځان وساتئ.

۲- د لمر د وړانګو له مخنیوي پۀ منظور د سهار له خوا د سن سکرین پۀ نامه کریم وکاروﺉ.

۳- د هر ډول او ډېر صابون او شامپو کارولو نه ډډه وکړﺉ.

۲- د شپې له خوا د هایدروکوینین لرونکی بلیچ استعمال کړﺉ.

۳-  سبزي، مېوې او  ویټامین اې او فولیک اسید ډېر وخورﺉ.
او که بیا هم داغونه پاتې وي نو پۀ ځانګړو مرکزونو کې د ماهرو ډاکټرانو پۀ واسطه د لېزر پۀ مرسته داغونه لرې کړﺉ.

#شئیر کول اړین دي مننه!
 
Copyright © 2013 وبسایت دوكـتوران افغانستان
Distributed By Free Premium Themes. Powered byBlogger