کله چې موږ د پوندو چاودېدو پۀ اړه غږېږو، یوازینی شی چې زموږ ذهن ته راځي هغه د بدن وچوالی او د اوبو نشتوالی دی چې بدن مو ورسره مخ دی. خو اړینه نۀ ده چې یوازې د اوبو کموالی دې د دې لامل وي، ګڼ شمېر نور علتونه هم شته چې د پوندو چاودېدو لامل کېږي.
هغه لاملونه چې د پوندو چاودېدو لامل کېږي:
۱- چاغوالی:
د چاغوالي له کبله زموږ پر پوندو د ټول بدن اضافي فشار راځي، دغه مهال که تاسو پر پوندو کوم ډول لندبل یا د رطوبت کریم استعمال نه کړئ پوندې مو چاودېږي.
۲- د ویټامینونو کموالی:
زمونږ بدن ګڼ شمېر ویټامینونو، مالګین او نورو غذایي موادو ته اړتیا لري، که زموږ بدن د یادو څیزونو له نیمګړتیاوو سره مخ وي بدن مو له وچوالي سره مخ کېږی، همدا لامل دی چې زموږ پوندې د وچیدو سربېره د چاودېدو سره مخ شي.
۳- خلاص بوټونه:
داسې بوټونه یا څپلۍ استعمالول چې پښې مو په کې ازادې وي هم د پوندو چاودېدلو لامل کېږي.
۴- په ګرمو اوبو لامبل:
په ګرمو اوبو حمام کول که څه هم زموږ بدن ته ارام وربښي خو له بده مرغه زموږ د پوستکي روغتیا لپاره غوره نه ثابتېږي، ګرمې اوبه زموږ د بدن طبیعي غوړ ليرې کوي چې ورسره بدن وچېږي.
پورتني عادتونه یوزاې زموږ د پښو او پوندو چاودېدو لامل نه بلکې د لاسونو او مخ هم کېږي، د دې پاملرنې لپاره تاسو تل پر پوندو واسلین او د رطوبت کریم ولګوئ او هیڅکه پوندې وچې مه پرېږدئ.
ځینې کسان د حساسیت له کبله هم د پوندو چاودېدو سره مخ کېږي، دوی باید په خپل وخت د پوستکي ځانګړي متخصص ته مخه کړي.
نو که پوندې مو چودلې وي او تاسې يې د درملنې لپاره ډېرې هڅې کړې وي او ټولې بېځايه تللې وي، نو د اندېښنې پر ځای بايد دغه لارښوونې عملي کړئ، ان شاءالله له دې ستونزو به بېغمه شئ.
که د چا پوندې تل چودلې وي، نو اول بايد دغه ناروغ ډېرې اوبه څښل خپل عادت وګرځوي، چې د بدن اوبه يې پوره وي او تر څنګ يې لاندې لارښوونې عملي کړي.
۱- کيله:
که موږ کيلې ښې ميده کړو او په چاودو پوندو يې ولګوو، نو په ډېره لنډه موده کې به مو د پوندو چاودې ښې شي.
۲- د ليمو اوبه:
د پوندو د چاودو لپاره ليمو تر ټولو غوره او اسانه درمل دي. د ليمو اوبه، چې په تړمو اوبو کې ګډې کړې او لس دقيقې په کې خپلې پښې کېږدې، نو دا د پوندو د چاودو لپاره غوره درملنه ده.
۳- هره شپه له وېدېدو وړاندې د زيتون تېل په پښو ومښئ، لس دقيقې ورته انتظار وکړئ، بيا جرابې پښو کړئ او وېده شئ. دا کار چې څو وخته تکرار شي، نو د پوندو چاودې به مو له منځه ځي او بېغمه ژوند به کوئ.
ارسال یک نظر