مطالب جدید
دوکـــتوران افغانســـتان

تغذیه

داخله

اخبار طبی

۱۳۹۶/۱۱/۲۴

پۀ سمه توګه د مخ وېنځل

 

پۀ سمه توګه د لاسونو او مخ وېنځل مو د ډېرو ناروغیو څخه د ژغورنې لار ده. دا چې پۀ ښه توګه د لاسونو او مخ پرېمنځل له ناروغیو د ژغورنې، لومړنۍ او مهمه لاره ده، په دې سربېره د مخ پرېمنځل د سالم پوستکي د درلودلو له پاره هم ګټور دي، خو په ښه طریقه د مخ پرېمنځل، د زیاتو ناروغیو مخنیوی کوي. لومړی د یوه ځانګړي بورس په واسطه له خپل مخ څخه د سینګار توکي ليرې کړئ، ځکه چې دغه توکي یوازې په اوبو نه پاکېږي؛ نو ځکه یې د پاکولو لپاره له یو ډول ځانګړي صابون څخه هم ګټه پورته کېږي. که مو پوستکی وچ وي، د نرمولو لپاره یې کریم لرونکی صابون وکاروئ. کوښښ وکړئ چې عادي صابون در وانخلئ، ځکه چې پوستکی مو نور هم وچ او چاودې کوي. که عادي پوستکی لرئ د پرېمنځلو لپاره یې له PH صابون څخه کار واخلئ، دغه ډول صابون کولای شي چې د مخ غوړوالی او چټلې دانې له منځه یوسي. که مو پوستکی غوړ وي، په داسې صابون يې پرېمنځئ چې غوړ له منځه وړي او که مو پر پوستکي دانې او بخار وي، د پرېمنځلو پر مهال د صابون له زیات کارولو ډډه وکړئ، ځکه امکان لري چې د مخ پوستکی مو نور هم وچ او چادوې په کې زیاتې شي.



د اوبو تودوخه باید څومره وي؟

تودې اوبه د پوستکي غوړوالی ښه له منځه وړي، خو دغه اوبه به نه ډېرې یخ او نه ډېرې ګرمې وي. لږ تر لږه مو خپل مخ په ورځ کې دوه ځلې پرېمنځئ؛ دغه کار د پوستکي د بخار او دانو په ورکولو کې ګټور تمامېږي، لومړی پرې تودې اوبه او ځانګړی صابون ووهئ، وروسته یې په ګوتو ښه وموښئ. خو مه هېروئ چې د دغه مساج پر مهال مو د مخ ټولې برخې ښې وموښئ، وروسته له موښلو یې بېرته په ګرمو اوبو پرېمنځئ، څو شېبې وروسته یې په یوه نرم ټوکر وچ کړئ.

 
Copyright © 2013 وبسایت دوكـتوران افغانستان
Distributed By Free Premium Themes. Powered byBlogger