مطالب جدید
دوکـــتوران افغانســـتان

تغذیه

داخله

اخبار طبی

۱۳۹۲/۱۱/۲۴

د پوستکي ګونځې او درملنه یې


د پوستکي پۀ لاندينۍ برخه کې ګڼ ریشته يي پروتینونه موجود دي چې د پوستکي د محکمیت او قوام لامل ګرځي، د دې پروتینونو دوه مهم ېې کلاژن او الاستین نومېږي، دا پروتینونه وخت پۀ وخت نوي کېږي چې پوستکی ځوان ساتي. د دې پروتینونو د جوړښت او ترمیم لپاره ویټامین سي مهم رول لري .



سره له دې چې د عمر په تېرېدو او زړېدو سره په ټولو انسانانو کې دا پروتینونه د خپل بیا ترمیم خاصیت له لاسه ورکوي، پوستکي زړېږي او ګونځې کوي خو دا هم په ټولو انسانانو کې یو شان نۀ وي.


د لمر له وړانګو سره نېغ پۀ نېغه اړیکه، وراثت، غذايي رژیم، محیطي شرایط او له خپل پوستکي د مراقبت کچه د پوستکي په ځوان پاتېدو په مستقیم ډول اغیزې لري.

همدا راز د سګرټو څکولو او د نشه یي توکو کارول هم د پوستکي په زر ګونځې کېدو کې مهم رول لري. روحي او رواني ستونزې هم د پوستکي د ګونځې کیدا یو عامل بلل شوی.

وړاندې تر دې چې په پوستکي کې مو ګونځې پيدا شي باید د ګونځو له را پيدا کیدا مخنیوی وکړو.

اول خو د پوستکي د دوو پروتینونو کلاژن او الاستین د تولید زیاتول دي.

غذايي رژيم مهم رول لري، باید په غذايي موادو کې مو د نورو ټولو اړینو توکو تر څنګ په کافي اندازه نباتي او حیواني پروتین موجود وي.

 لکه څنګه چې ویټامین سي او ویټامین اي د پوستکي په ځوان ساتلو کې مهم رول لري نو باید زموږ غذايي رژيم د نورو ټولو ویټامینونو تر څنګ په کافي اندازه دا ویټامینونه هم ولري.

 زموږ او تاسو په محیط کې په تېره په میرمنو کې یوه ناسمه پدیده شته او هغوی فکر کوي چې تروش خواړه او میوې باید ونه خوري ځکه د بدن د دردونو لامل ګرځي.ل، په همدې اساس ناروغانو ته هم ویټامین سي لرونکي میوې نه ورکوي.

یو شمیر خو بېخي وړاندې ځي او ناروغانو ته هیڅ کومه تازه میوه نه ورکوي چې دا ډېر یو ناسم دود دی.

ویتآمین سي چې تر ډېره په تروشو میوو کې شته نه یوازې بدن ورته اړتیا لري بلکې د ناروغانو د زخمونو او ناروغیو په زر ښه کیدا او د بدن د مقاومت په لوړیدا کې مهم رول لري. نو باید ناروغانو ته هره هغه میوه چې زړه یې ورته کېږي ورکړو او په دې پوه شو چې میوه په تېره تازه میوه بدن ته ګټه لري او تاوان نه لري.


د لمر له مخامخ وړانګو باید ځان وساتو:


که اړ وو د امکان تر حده خپل مخ د سیوري لرونکو خولیو، عینکو ماسکونو او یا چترۍ په وسیله وپوښو. د لمر ضد کریمونو څخه ګټه پورته کړو، ځينې کسان ګمان کوي چې که د لمر ضد کریم ېې استعمال کړي وي نو کولای شي په ډاډه زړه لمر ته وګرځي خو دا سمه نه ده. د لمر ضد هیڅ کوم کریم سل په سله په پوستکي د لمر د مستقیم لګیدا د اضرارو مخنیوی نه شي کولای. یو شمیر کریمونه شته چې د پوستکي د کلاژن او الاستین پروتینونو تولید تحریکوي چې دا هم د پوستکي د ګونځو په مخنوي کې مهم رول لري.


د پوستکي ډاکتران یو شمیر ناروغانو ته peeling یا د پوستکي د یوې لايې ليرې کول توصیه کوي، چې دا په خپله د پوستکي د پروتینونو د تحریک لاکمل ګرځي. یو شمیر ډاکتران عضلات بې حرکته کوي د بېلګې په ډول د سترګو شا او خوا او په ټنډه کې بوتاکس ترزیقوي چې دا د عضلاتو او پوستکي د اوږده مهال لپآره د بې حرکته کیدا او د ګونځو د مخنیوي لامل کېږي.

ځینې ډاکتران د پوستکي د ګونځو برخې ته همدا کلاژن پروتین په موضعي ډول ترزیقوي خو ډير ځله دا د حساسیت لامل کیږي نو ځکه ډير کارندوالی نه لري. باید ووایم څومره چې  په خالص ډول د ویټامین سي کریمونه او فومادونه  ډېر کم پېدا کیږي. خو په ترکیبي فومادونو کې ویټامین سي هم شته د بیلابیلو کمپنو والا شته چې د پوستکي د ځوان ساتلو او د ګونځو د ليرې کولو په موخه استعمالیږي.

 د پوستکي د ګونځې کیدا یو مهم لامل هم د ډول ډول د آرایش، دواګانو، کریمونو او پوډرو استعمال دی. ډيری دا مواد ګڼ کیمیاوي مضر مرکبات لري چې د اوږده مهال لپآره مصرف يې پوستکی ګونځې کوي، رنګ ېې بدلون کوي، زیږ کیږي او کله کله خو تر دې هم د زیاتو اعراضو او د پوستکي د نارغیو سبب ګرځي.

د هغو میرمنو پوستکی ځوان پاتې کیږي چې د ځان جوړولو او آرایش دواګانې يې ډير نه وي مصرف کړې او طبعي عادي پوستکی ولري.

که ډير ضرورت نه وي آرایش مه کوي او که بیا آرایش کوي له عادي موادو دې کار واخلي کوم چې عادي غوړ ویټامینونه او پروتین لري او نور کیمیاوي مواد نه لري.

د بدن د اوبو کمښت هم په پوستکي کې د ګونځو د را پيدا کیدا یو لامل دی، کوم کسان چې کافي اوبه او نور مایعات نه څښي تر نورو وړاندې ېې په پوستکي کې ګونځې را پيدا کیږي. هغه میرمنې چې په غذايي موادو کې له ترکاریو او میوو ډيره ګټه اخلي پوستکي ېې هم سالم او ځوان پاتې کیږي.

د کافیین ډير استعمال هم د ګونځو یو لامل دی د کافیین یوه مهمه سرچینه چای دی، د دي چای څښل او د ټينګ او تیز چای څښل د پوستکي ګونځې را منځ ته کوي په تیره د تور چای. په شنه چای کې د کافیینو اندازه هم کمه ده او نورې ګتې هم لري خو هیڅ شی هم باید تر حد ډير ونه خوړل شي.

د انسان د شخصیت تظاهر هم په ګونځو را منځ ته کیدو کې مهم دي. هغه کسان چې ډير خاندي ،هغه چې لمر ته سترګې نه شي نیولی او له نور سره حساسیت لري او هغه چې د خبرو پر مهال سترګې او ورځې هم ښوروي او یا ېې په خاص ډول نیسي په هماغه ځایونو کې ګونځې را پيدا کیږي.

هغه میرمنې چې د سترګو او شنډو په شا آو خوا خط وباسي په همدې ځایونو کې د ګونځو د را منځ ته کیدا باعث کیدلای شي.

په پر مختللو هیوادونو کې د پوستکي ګونځې د لایزر او پلاستیکي جراحۍ په وسیله ليرې کیږي چې په دې سره پوستکی د څو کلونو لپاره له ګونځو پاکیږي. په دې طریقې سره د مخ، سینو، خیټې او نور بدن فورم او شکل بدلون مومي او ځوان ښکاري.

په هر حال دا کلي سپارښتنې دي او که څوک د پوستکي د ګونځو ستونزه لري بهتره ده د پوستکي خاص ډاکتر ته مراجعه وکړي چې هغه یې په خاصو معایناتو او ټیسټونو سره پوه شي چې د پوستکي د ګونځې کېدو اصلي لامل څه دی او د هغې مطابق درملنه وکړي.

 
Copyright © 2013 وبسایت دوكـتوران افغانستان
Distributed By Free Premium Themes. Powered byBlogger